Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool
کښې د کمي نه ځان ساتئ * هم داسې د تعليم معامله ده، تاسو تعليم حاصلوۍ، که غواړۍ چې پۀ تعليم کښې کاميابي حاصله کړو، ستاسو تعليم ستاسو د پاره د دُنيا او د اخرت د کاميابۍ ذريعه جوړه شي * پۀ دې کښې د ګناهونو نه ځان ساتئ * پۀ امتحانونو کښې د نقل نه ځان ساتئ * د اِسلام خلاف خبرو د لوستو، اوريدو، نورو ته د رسولو نه ځان ساتئ * هم داسې د وادۀ ښادۍ معامله ده، پۀ هغې کښې د ګناهونو نه ځان ساتئ * د ډولونو تماشو نه ځان ساتئ * د ګډا رنګينه محفلونه مۀ جوړئ، غرض چې مونږ څۀ کار هم کوو، که مونږ غواړو چې پۀ هغې کښې زمونږ مستقل کاميابي نصيب شي، داسې کاميابي چې د دُنيا سره سره پۀ اخرت کښې هم پکار راشي، د هغې د پاره د ټولو نه وړومبے اُصُول دا دے چې پۀ هٰغه کار کښې څومره هم د ګناهونو والا اړخونه جوړيږي، د هغې نه مونږ ځان وساتو۔ که مونږ داسې وکړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږ به کاميابي نصيب شي۔ الله پاک نور فرمائي:
وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغۀ طرف ته وسيله ولټوئ۔
دا د کاميابۍ دويم اُصُول دے: د الله پاک پۀ حُضُور کښې وسيله لټول۔ دا دُنيا دَارُ الاَسبَاب ده۔ الله پاک دا دُنيا هم داسې جوړه کړې ده چې دلته مونږ هيڅ کار بغير د وسيلې نه نشو کولے * مونږ دُنيا ته راغلو د مور او پلار پۀ وسيله باندې * عِلم زده کوو د اُستاذ پۀ وسيله باندې * مال او دولت او رزق وغيره ميلاؤيږي د کاروبار پۀ وسيله باندې * شِفا نصيب کيږي د حکيمانو طبيبانو پۀ وسيله باندې * تر دې پورې چې الله پاک مونږ ته ايمان، قرآن او خپل رحمت هم راعطا کړو نو هغه هم بغير د واسطې نه نۀ بلکې دا ټول نعمتونه يـې مونږ ته د حُضُور سرورِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وسيله باندې راعطا کړي دي۔ غرض دا چې پۀ دې دُنيا کښې هيڅ کار هم بغير د وسيلې نه نۀ کيږي ځکه چې الله پاک دا دُنيا دَارُ الاَسبَاب جوړه کړې ده۔ لهذا چې کله هم څۀ کار کول وي * کاروبار کول