Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool
وي * تعليم حاصلول وي * د وادۀ ښادۍ معامله وي * خپل کور جوړول وي يا اخستل وي، که هر يو کار کول وي، که پۀ هغې کښې کاميابي او مستقل کاميابي غواړۍ نو د هٰغه کار کولو نه مخکښې الله پاک ته د نزدې کيدو وسيله ولټوئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کاميابي به مو نصيب کيږي۔ بيا الله پاک فرمائي:
وَ جَاهِدُوْا فِیْ سَبِیْلِهٖ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغۀ پۀ لاره کښې جهاد وکړئ۔
دا د کاميابۍ دريم اُصُول دے: د الله پاک پۀ لار کښې ښۀ ډير کوشش کول۔ دا د کاميابۍ هٰغه اهم اُصُول دے چې د دې نه بغير کاميابي هډو شروع کيږي نۀ۔
دلته د ډيرو خلقو دا نفسيات وي چې هغوئي غواړي چې بس چت کولاو شي، چرته د اسمان نه کاميابي راپريوځي او سيدها زمونږ ښپو ته راورسي، د چا صاحبِ نظر پۀ ما باندې نظر پريوځي او زۀ پۀ لږ ساعت کښې د دُنيا کامياب ترين اِنسان جوړ شم۔۔۔!! دا صرف يو خوب دے، بعضې وخت د الله پاک د يو نيک بنده نظر هم وَشي،هٰغه يو نظر دُنيا او اخرت هم ټيک کړي خو دا کله نا کله کيږي، عام حالات هم دا دي چې د کاميابۍ حاصلولو د پاره مونږ ته محنت کول پکار وي،لهذا که کاميابي غواړئ نو ښۀ ډير محنت وکړئ او دا محنت پۀ کوم انداز کول دي؟ فرمائي:
فِیْ سَبِیْلِهٖ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د الله پۀ لار کښې۔
د محنت کولو د پاره هم مختلفې زاويې وي، څۀ خلق د ګناهونو نه پۀ ډکو کارونو کښې محنت کوي، څۀ خلق پۀ فضولياتو کښې محنت کوي، بعضې خلق محنت کوي خو د هغوئي مقصد صرف مال، دولت، د دُنيا عزت او شهرت او نوم ګټل وي۔ پۀ دې باندې هم بعضې وخت کاميابي خو ميلاؤيږي خو هغه عارضي کاميابي وي، تر څو پورې چې ساه ګانې روانې دي، کاميابي ده، څنګه چې ساه ګانې ودريږي، سترګې پټې شي، رُوح د تن نه جدا شي نو ټول عزت، شهرت، نوم، مال، دولت، پيسه هر څۀ ختم شي۔۔۔!! هٰغه عارضي کاميابي ختمه