Book Name:Aqal Mand Mubaligh

جګړه ختمول دي، جګړه كول، جګړه اوګږدول د مُبَلِّغ منصب نه دے، كه يو مُبَلِّغ د سختئ انداز اختياروي، نو دا کس مُبَلِّغ پاتې نه شو بلكه دے پخپله د دې خبرې حاجت مند دے چې څوك ده ته د نيكئ دعوت وركړي، ځکه چې څوك د نيكئ دعوت وركوي هغه له پكار دي چې خپل منصب اوپيژني او مَوْعِظَـۀ حَسَنَہ يعنې په نرمئ سره دِ د نيكئ دعوت عام كړي.  * علامه اِمام نَسَفِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مَوْعِظَـۀ حَسَنَہ مطلب دے: اِنذار او بِشارت يو ځائے كول. د اِنذار معنٰى ده: ويرول او د بِشارت معنٰى ده: زيرے وركول. مطلب دا دے چې مُبَلِّغ دِ د خوفِ خُدا خبرې  كوي، د ګناهونو عذابونه دِ بيانوي، د الله پاك د غضب نه، د هغه د نيولو نه، د عذابِ قبر نه، د دوزخ د عذاب نه دِ خلق ويروي او د دې سره سره د الله پاك د رحمت ذِكر دِ هم كوي، د نيكو فضائل دِ هم بيانوي. كه مُبَلِّغ صرف عذابونه بيانوي نو خلق به د رحمتِ اِلهي نه مايوسه شي او كه صرف د رحمت خبرې كوي نو خلق به په ګناهونو كولو ډاډه شي. [يعنې ګناهونه به كوي او وائي به چې الله رحم كوونكے دے مُعاف به مو كړي] 

     بعضې مُفَسِّرينِ كِرام فرمائي چې د مَوْعِظَـۀ حَسَنَہ مطلب دے: ساده ساده خبرې كول، د آسانو آسانو مِثالونو په ذريعه او د واقعاتو په ذريعه پوهه كول.

     دا پورهپوره د نيكئ د دعوت انداز دے او د دې كار خپلې  تقاضے دي، مُبَلِّغ له پكار دي چې دا تقاضے  پوره كړي او د دې مطابق د نيكئ دعوت وركوي.

     دا د نيكئ د دعوت د انداز مختصر بيان دے، كه د دې تفصيل معلومول غواړئ نو د دې د پاره د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری رَضَوِي، ضيائي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ كتاب ”د نيكئ دعوت“ اولولئ. [نوټ: كتاب ”د نيکئ دعوت‘‘ په پښتو كښې چاپ شوے دے]