Book Name:Aqal Mand Mubaligh
ديني كار مَعَاذَ الله! بندولو هم كوششونه اوكړل خو هغوئي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه منع نه شولو، د الله پاك په رحمت ئې نظر وو او مخ په ترقئ روان وو. * هغوئي به ډير لرې لرې سفر كولو،* په يوه ورځ كښې به ئې څو څو بيانونه كول. * جمات، جمات، كلي، كلي، ښار، ښار ته به تللو* خلقو ته به ئې د نيكئ دعوت وركولو* که چرته مړے به اوشو نو د مسلمانانو د غمخوارئ، او خيرخواهئ د جذبے لاندې به ئې په خپلو لاسو مړى ته غُسل هُم وركولو، او كفن به ئې ورته هُم وراغوستلو او د جنازے د لمُونځ امامتي به ئې هم كوله* د غم او خوشحالئ په موقعو باندې به ئې د هغوئي زړونو ته داسې تَسَلِّـي وركوله چې هغوئي به ورسره هم د نيكئ دعوت عام كولو د پاره په سفر كښې شريك شو.
دغه شان هغوئي په ثابت قدمئ سره د نيكئ دعوت وركولو، د هغوئي د مسلسل كوششونو په نتيجه كښې * څوك چې بيلمانځه وو، لمُونځ ګزاره جوړ شو بلكه د جماتونو امامان جوړ شو* بد نګاهي کوونکي حيادار جوړ شو* مور وپلار ته تكليف ورکوونكي با اَدبه جوړ شو* غله او ډاكوان راغلل، توبه ګار شو او د مُعاشرے شريف انسانان جوړ شو * د حسد په اور كښې سوزيدونكي شكرګزار او [د مسلمانانو] خيرخواهان جوړ شو * د فلمونو او سندرو شوقين نعت شريف لوستونكي او اوريدونكي جوړ شو* د دُنيا په غټو ګناهونو كښې اخته خلق چې دعوتِ اسلامي سره وابسته شو نو د خپلو ګناهونو نه توبه ګار شو او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقان جوړ شو* د مال و دولت حرص لرونكي د رضائے اِلٰهي طلب ګار جوړ شو* شرابيان راغلل، توبه ګار شو او پاك انسانان جوړ شو* غافله راغلل، عبادت ګزار جوړ شو * بے لارو ته نيغه لاره نصيب شوه * په زرګاؤ كافرو ته د اسلام نِعمَت نصيب شو، دغه شان يو يو دوه دوه راتلل،او د نيكئ د دعوت په دې سفر كښې د هغوئي سره شامليدل او اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د نيكئ د دعوت دا ديني پيغام ټولې دُنيا ته