Book Name:Aqal Mand Mubaligh
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! نن يومِ دعوتِ اسلامي ده. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! په ستمبر 1981ء د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي شروع شوے وو او د 40 كالو په لږه موده كښې دې عظيمُ الشَّان ديني تحريك په ټوله دُنيا كښې د نيكئ دعوت خور كړو.
اللہ کی نعمت ہے یہ دعوتِ اسلامی آقا کی عنایت ہے، یہ دعوتِ اسلامی
فیضانِ رضا ہے اور یہ غوث کا فیضاں ہے خواجہ کی حمایت ہے، یہ دعوتِ اسلامی
عُشَّاقِ محمد کی ٹھنڈک ہے یہ آنکھوں کی ہر دِل میں سِرَایَت ہے، یہ دعوتِ اسلامی
د الله نِعمَت دے دا دعوتِ اسلامي د آقا عنايت دے دا دعوتِ اسلامي
فيضان د رضا او فيضان د غوثِ پاك دے د خواجه حمايت دے دا دعوتِ اسلامي
د عاشقانِ رسول د سترګو دے يخ والے د هر زړه راحت دے دا دعوتِ اسلامي
اے عاشِقانِ رسول! د نيكئ دعوت د دِين اَهَمَّه فريضه ده، مونږ به د نيكئ دعوت څنګه وركوو؟ د قرآنِ كريم د دې په باره كښې تعليمات څه دي؟ او بانئ دعوتِ اسلامي، شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری، رضوي، ضيائي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د دعوتِ اسلامي جوړلو، چلولو او په ټوله دُنيا كښې د نيكئ دعوت عام كولو څه انداز دے، د دې په باره كښې به نن د يو څو مدني ګلونو اوريدلو سعادت حاصلوو. الله پاك دِ مونږ ته د قرآن و حديث لوستلو، په دې د ځان پوهه كولو او د دې مطابق د عمل كولو توفيق را عطا كړې. او الله پاك دِ په شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ باندې ډير ډير رحمتونه نازل كړې، هغوئي ته