Book Name:Aqal Mand Mubaligh
مخكښې روانه ده. دې آئـى. ټـى ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي كيشن Dawateislami & Digital Services (دعوتِ اسلامی اور ڈیجیٹل سروسز) جاري كړے دے. په دې موبائل ايپلي كيشن كښې د دعوتِ اسلامي ټول ډيجيټل سروسز معلومات وركړے شوي دي.
* اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ!د دعوتِ اسلامي په ويلفيئر (يعنې فلاحي كارونو) كښې هُم ډير خدمت كوي، د دې د پاره شعبه FGRF قائمه كړے شوي ده، د دې شعبے لاندې د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د درد مند اُمَّت د خيرخواهئ د پاره، د هغوئي درد تكليف لرې كولو د پاره، د سيلاب، زلزلے وغيره د مختلفو مصيبتونو په موقع باندې رقم، جامے، خوراك وغيره پيش كوي او د هغوئي مدد كوي . د لاك ډاؤن په موقع اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! په لكونو عاشقانِ رسول کښی نقد رقم او د خوراك څښاك څيزونه تقسيم كړے شو، تهيليسيميا فري پاكستان باندې هم اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! كار جاري دے. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! * ډیر زر به دعوتِ اسلامي ”مدني هوم“ هم جوړوي، چې په هغې کښې به د يتيمانو پرورش، او د هغوئي ديني دُنياوي تربيت كيږي او د مُعاشرے بهترين او په كار راتلونكي انسان جوړولو كښې به د هغوئي مدد كيږي.
دغسې د وخت تيريدو سره سره اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د ډيرې حكمتِ عملئ مظاهره اكړي ده، د موقعے په مناسبت سره ئې دُرُست او په وخت فيصلے اوكړې، شعبے جوړيدلې، دعوتِ اسلامي ترقي كوله او د الله پاك په فضل او د هغه د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نظرِ کرم او د اوليائے كرامو په برکت سره د كراچئ د ښار د يوے علاقے نه اوچت شوے تحريك د خلقو د سترګو وړاندې ښار ښار، كلي كلي، ملك ملك ته رسيدلے دے، د سُنتو كار روان وو، د دِين تبليغ كيدلو کيدلو تر دې پ چې د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د دې كاملې حكمتِ عملئ سپرلي ئې چې اوليدل نو زمانے دا اووئيل: