Book Name:Aqal Mand Mubaligh

پاره شعبه فيضانِ اسلام * انجينئرانو، اكاؤنټ آفيسرانو وغيره كښې د نيكئ دعوت عام كولو د پاره پروفيشنلز ډيپارټمنټ * د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ له طرفه د عطا كړے شوو نيكو اعمالو اشاعت، تربيت او كاركردګئ وغيره د پاره شعبه اصلاحِ اعمال * د بيمارانو، قرضدارانو، پريشان حالو د خيرخواهئ، داستخارے، اواوراد  وظائف په ذريعه دعلاج د پاره شعبه روحاني علاج * د شرعي، اخلاقي او تنظيمي تربيت د مختلفو كورسونو د پاره شعبه مدني كورسز* جماتونه كوم چې د اسلام اَهَم مركزونه دي، د دې د تعمير او آبادئ د پاره شعبه خُدَّامُ المَسَاجِد وَ المَدارِس * د دعوتِ اسلامي زيرِ انتظام په جماتونو كښې اِمامان وركولو، د هغوئي د اجارے او د كاركردګئ وغيره د پاره شعبه اَئِـمَّـه مَسَاجِد * دنارينه او زنانه مسلمانانو د وفات كيدو په موقع باندې د مسلمانانو خيرخواهئ او غمخوارئ  كولو سره مړي ته غُسل، كفن دفن وغيره د پاره شعبه كفن دفن* ديني او مُقَدَّس اوراق يعنې پانړې او اخبارونه د بے ادبئ نه ساتلو او هغه محفوظ كولو د پاره شعبه تَحَفُّظِ اَورَاقِ مُقَدَّسه * په موجوده دَور كښې ټـى. وي، انټرنيټ او سوشل ميډيا، دا د ګناهونو ډيرې غټې ذريعے جوړې شوي دي او د دې په وجه په ډيره لګه موده کښی د بے حيائي او فحاشئ د ګناهونو سيلاب راغے. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! شيخ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دې طرف ته هم توجه اوفرمائيله او مدني چينل ئې جاري كړو، مدني چينل تر اوسه پورې په دريو ژبو (انګلش، اردو او بنګله) كښې د دُنيا په اكثرو ملكونو كښې اسلامي نشريات خوروی، دغه شان په يوټيوب باندې دعوتِ اسلامي خپلې چينلې جوړي كړي دي، د فيس بُك اكاؤنټونه  ئې جوړ كړي دي، د دُنيا لكونه خلق كوم چې اسمارټ موبائل استعمالوي، هغوئي ته د اسمارټ فون په ذريعه د نيكئ دعوت ورکولو د پاره د دعوتِ اسلامي آئـى. ټـى ډيپارټمنټ مختلفې موبائل ايپلي كيشنز جوړ كړي دي او دا سلسله