Book Name:Aqal Mand Mubaligh
كوي، هغه ته دِ د شُكر ادا كولو دعوت وركړے شي، دروغ ويونكي ته دِ د رښتيا وئيلو دعوت وركړے شي. خيانت كوونكي ته دِ د امانت دارئ دعوت وركړے شي، غرض څوک چې هم انسان دے، هغه ته دِ د هغه د حال مطابق د نيكئ دعوت وركړے شي.
الله پاك اوفرمائيل: اُدۡعُ (را اوبله). بيا په ذِهن كښې سُوال پيدا کيږي چې: د چا طرف ته ئې را اوبلو؟ د دې جواب الله پاك ارشاد اوفرمائيلو: اِلٰی سَبِیۡلِ رَبِّکَ (د خپل ربّ لارې ته). د ربّ لاره څه ده؟ اِيمان د ربّ لاره ده، رښتيني عقائد د ربّ لاره ده، قرآن د ربّ لاره ده، عِلمِ دين، لمُونځ، روژه، زكوٰة، حج د ربّ لاره ده، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنتونه د ربّ لاره ده، ښه اخلاق د ربّ لاره ده، غرض: ټولې نيكئ، مكمل دِين، دا ټول هر څه د ربّ لاره ده. لِهٰذا د ټولې دُنيا انسانان رابلل دي، د چا طرف ته؟ د الله پاك د دِين طرف ته.
بيا په ذِهن کښې دريم سُوال پيدا کيږي چې: څنګه رابلل دي؟ د رابللو هم ډيرې طريقے دي: كله په كارډ ليږلو رابلل كيږي، كله په مينه سره رابلل كيږي، كله په غُصَّه رابلل كيږي، د ټولې دُنيا خلق د الله پاك دِين طرف ته رابلل دي، څنګه رابلل دي؟ د دې الله پاك دوه طريقے ارشاد فرمائيلي دي:
(1) بِالْحِكْمَةِ (په حكمت سره) (2) وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ (په ښه نصيحت سره)
اِمام رازي، عَلَّامه بيضاوي او نورو مُفَسِّرينِ كرامو فرمائيلي دي: په دې آيت كښې د نيكئ د دعوت وركولو انداز تقسيم شوے دے، دا تقسيم د خلقو د ذِهني صلاحيت په اعتبار سره دے، يعنې د مُعاشرے هغه خلق كومو ته چې مونږه تعليم يافته خلق وايو، مثلاً ډاكټر، انجينئر، وكيل، دا ټول خلق د اعلٰى ذِهني صلاحيتونو مالكان دي، دوئي