Book Name:Aqal Mand Mubaligh
كس شان دا دے چې د ده په ليدلو خلقو ته نيكي ياديږي، دا چې چرته ځي نيكئ عام كوي، چې وينا كوي نو د خُلې نه ئې د نيكئ خبرې اوځي،چې سوچ كوي نو د نيكې خبرې سوچ كوي، د هغه باطن هم په نيكئ وي تر دې پورې چې كوم بنده د هغه په صحبت كښې كښيني، هغه هم نيك جوړيږي. ([1]) (2) او دويم هغه كس دے كوم چې د بدئ كنجي او د نيكئ جندره ده يعنې دا د وړومبي كس ضِد دے، دا چې چرته ځي، بدي خوروي، د ده د ژبې نه بدي اوځي، د ده په لاس بدي ظاهريږي، د ده سوچ د بدئ سوچ وي، غرض دا چې دا پخپله هم بد او نورو ته هم بدي رسوي.
په دې دواړو كسانو كښې چې كوم وړومبے دے. كوم چې نيكئ خوروي، د ده په باره كښې په حديثِ پاك كښې دي: د ده د پاره زيرے دے او دويم کس كوم چې بدئ خوروي، د ده مُتَعَلِّق ارشاد دے: د ده د پاره هلاكت دے.
دلته عَلَّامه مَناوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ايمان افروز مدني ګل بيان كړے دے، فرمائي: چې كله الله پاك د بنده نه راضي شي نو د هغه د رضا نښه دا ده چې الله پاك هغه بنده د نيكئ كنجي (يعنې نيكئ خورولو والا) جوړوي. ([2])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه دا دواړه احاديث د مختصرې شرحې سره د اوريدلو سعادت حاصل كړو، په دې دواړو احاديثو كښې بنيادي طور د نيكئ د دعوت د عام كولو د فضيلت بيان دے. الله پاك دِ مونږ ټولو ته په دې احاديثو كښې بيان شوي صِفات را عطا كړې.
اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
ہو اخلاق اچھا، ہو کردار ستھرا مجھے متقی تو بنا یااِلٰہی