Book Name:Zikr Hai Oncha Tera

بيا به خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رَبِّ کريم پۀ حُضُور کښې سر پۀ سجده شي۔

خاک اُفتادو بَس اُن کے آنے ہی کی دَیر ہے

خود وہ گِر  کر سجدہ میں تم کو اُٹھاتے جائیں گے([1])

سرورِ کائنات صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به سر مبارک پۀ سجده کښې کيږدي، رَبِّ کريم به وفرمائي: اے خوږه محبوبه صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! اِرْفَعْ رَاْسَکَ سر مبارک راوچت کړئ! قُلْ یُسْمَعْ لَکَ اے محبوبه! ووايئ! ستاسو به اوريدے شي وَ سَلْ تُعْطَہْ او وغواړئ! تاسو ته به درکولے شي وَاشْفَعْ تُشَفَّعْ او شفاعت وکړئ! ستاسو شفاعت به قبلولے شي۔ ([2])

سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي: هم دا به هٰغه مقامِ محمود وي، چرته چې به پۀ ټولو مخکښينو او وروستنو کښې د حُضُور صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تعريف او ثنا شور شي، هٰغه وخت به پۀ خپلو پردو ټولو باندې دا خبره واضحه شي چې د  الله  پاک پۀ بارګاه کښې چې کوم عزت او وجاهت زمونږه د خوږ آقا صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، د بل چا نشته۔

خلیل و نجی، مسیح و صَفی، سبھی سے کہی کہیں بھی بنی

یہ بےخبری کہ خَلق پھری کہاں سے کہاں تمہارے لئے([3])

بهر حال! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شانونه دي، د نبي کريم صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان او عظمت او رفعت او عزت او شوکت ورځ پۀ ورځ زياتيږي او دا اضافه به هم دغه شان روانه وي، روانه به وي تر دې پورې چې قيامت راشي، بيا به ټول پۀ خپلو سترګو باندې د خوږ نبي، رسولِ هاشمي،


 

 



[1]...حدائقِ بخشش،صفحہ:156۔

[2]... بخاری، کتاب التوحید، باب کلام الرب عزوجل یوم القیامۃ...الخ، صفحہ:1809، حدیث:7510 خلاصۃً۔

[3]... حدائقِ بخشش، صفحہ:351۔