Book Name:Zikr Hai Oncha Tera

پۀ دې حالت کښې به د آيت مبارک معنیٰ او مطلب دا جوړيږي چي: اے خوږه محبوبه صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ هر ساعت، ګينټه او ورځ کښې به ستاسو درجې د اوچتو نه نورې هم اوچتيږي، تاسو ته به پۀ عزت پسې عزت، پۀ عظمت باندې عظمت، پۀ رفعت باندې رفعت او شان او شوکت عطا کولے کيږي، ستاسو پۀ مقام او مرتبه کښې به پۀ يو ساعت کښې هم څه کمے نۀ کيږي۔

د هغه ستاسو شان زياتول منظور دي

 سُبْحٰنَ اللہ!  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! تاسو لږ غور وکړئ! سورۀ وَالضُّحٰی کله نازل شوے وو؟ د نبوت د اِعلان پۀ اولني دور کښې۔۔۔!!

 الله !  الله ! مَکَّـةُ الـمُکَرَّمَه وادي (Valley) ده، د اِسلام اولنے دور دے، هر طرف ته صرف کُفر راخور دے، ابو جهل، عتبه، شيبه وغيره لوئي لوئي کافرانو، د مکے مکرمې سردارانو مخالفت ته ملا کلکه تړلې ده، تر دې پورې چې د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترۀ ابو لـهب هم د دښمنانو پۀ صف کښې ولاړ دے، افرادي قوت هم د هغوئي سره دے، اِقتدار هم د هغوئي دے، مال او دولت هم پۀ ظاهره د هغوئي سره زيات دے او ټول کافران د اِسلام ختمولو د پاره پوره کوششونه کوي، پۀ ظاهره د شمير يو څو مسلمانان دي او پۀ مقابله کښې ورسره ټول د مکے مکرمې والا دي، پۀ داسې حالت کښې رَبِّ کائنات د خپل محبوبِ ذِيشان صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وعده وفرمائيله:

وَ لَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰىؕ(۴)

(پارہ:30، سورۀ الضحٰی:4)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه ستا د پاره هر راروان ساعت د تير نه بهتر دے۔