Book Name:Zikr Hai Oncha Tera

ليدلو۔ ([1]) چرته دا کافران کوم چې مَعَاذَ  الله ! د خوږ محبوب صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِکر ختمولو د پاره تيار ناست وو، چرته هٰغه د مدينے منورې ښکلې ښکلې علاقه چرته چې د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ راتللو باندې جشن کيدلو۔

کافِرانو غوښتل چې دا ذِکر ختم شي خو رَبِّ کريم د خپل خوږ محبوب صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر نور هم اوچت کړو او د مدينے منورې پۀ فضاګانو کښې د طَلَعَ الْبَدْرُ عَلَیْنَا (زمونږ د پاره د څوارلسمې سپوږمۍ راوختله) نغمې خورې شوې۔

 سُبْحٰنَ اللہ!  دا دے د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر۔۔۔!! کوم چې کميدل خو غټه خبره ده د يو ساعت د پاره هم نۀ کميږي بلکې د مخکښې نه هم نور زياتيږي۔

مٹ گئے، مٹتے ہیں، مٹ جائیں گے اعدا تیرے             نہ   مٹا  ہے  نہ  مٹے  گا  کبھی  چرچا  تیرا([2])

او پۀ يو ځائے کښې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي:

وہی دُھوم ان کی ہے ما شَآءَ اللہ!                                                                     مٹ    گئے    آپ    مٹانے   والے([3])

د خوږ محبوب صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر به ورځ پۀ ورځ زياتيږي

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا خو د هٰغه زمانې خبره وه، نن ترقي يافته زمانه ده، د کپميوټر او موبائل، انټرنيټ او سوشل ميډيا دور دے، نن د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِکر ختمولو د پاره کوم کوم کوششونه نۀ کيږي؟* مَعَاذَ  الله ! د قرآنِ کريم بے حرمتيانې کيږي * د محبوبِ ذِيشان صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګستاخيانې کيږي * د سوشل ميډيا پۀ ذريعه، يوټيوب، فيس بک، ټويټر وغيره پۀ ذريعه غلط معلومات خورولے کيږي خلق پۀ شک کښې اخته کولے کيږي * د خوږ آقا و


 

 



[1]... الروض الانف، الملا من قریش یتشاورون  فی امر الرسول، جلد:2، صفحہ:335-339 خلاصۃً۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:29۔

[3]... حدائقِ بخشش، صفحہ:161۔