Book Name:Zikr Hai Oncha Tera
کښې استعمالوي۔ داسې کول هيڅکله هم جائز نۀ دي۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: د چندې روپۍ د چندې والؤ پۀ ملکيت کښې وي۔ د کوم کار د پاره چې هغوئي چنده ورکړه، پۀ هٰغه کار کښې استعمال نۀ شوه (مثلاً د محفل کولو نه پس پاتې شوه) نو فرض دي چې د چا چا نه چنده اخستے شوې وي، هغوئي ته دې واپس کړے شي، که هغوئي پۀ بل څۀ نيک کار کښې د استعمالولو اجازت ورکړي نو بيا دې پۀ هٰغه کار کښې استعمال کړے شي، که د ورکونکو پته نۀ لګي مثلاً د هغوئي نومونه نۀ وي ليکلے شوي، نۀ ياد وي چې چا چا چنده ورکړې وه، څومره څومره چنده يـې ورکړې وه، پۀ داسې حالت کښې هٰغه د چندې رقم پۀ هر نيک کار (مثلاً جومات، مدرسه وغيره) کښې خرچ کيدے شي۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا مُقِيتُ
د چا سترګې چې سرې وي يا يـې پۀ سترګو درد وي نو هغه دې 10 کرته يَا مُقِيتُ ولولي او دم دې پرې کړي۔ ([2]) ( الله پاک به ورته صحت عطا کړي) اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد