Book Name:Zikr Hai Oncha Tera
دے، الله پاک ستاسو د پاره د دې دُنيا نه پس چې کوم عزتونه، رفعتونه، اوچت والے او شانونه تيار کړي دي، هغه د دې نه ډير زيات بهتر دي۔
تۀ ژوندے يـې وَ الله ! تۀ ژوندے يـې وَ الله !
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته ستاسو نه يوه وړه شان پوښتنه ده، لږ غور وکړئ! ژوندي پاتې کيدل ډير بهتر دي او که مړۀ کيدل او فنا کيدل زيات بهتر دي؟ يقيناً چې هر هوښيار کَس به هم دا وائي چې ژوندي پاتې کيدل زيات بهتر دي۔ اوس پخپله غور وکړئ چې الله پاک خو فرمائي چې اے محبوبه صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاک تاسو ته پۀ دې دُنيا کښې هم ډير اوچت شانونه عطا کړي دي خو د دې دُنيا نه د پردې فرمائيلو نه پس چې ستاسو کوم شانونه دي، هغه د دې شانونو نه زيات بهتر دي۔
لِهذا معلومه شوه چې رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د دُنيا نه پرده وفرمائيله نو د هغوئي پۀ شان او عظمت کښې هيڅ کمے رانغلو بلکې هٰغه کوم چې د دُنيا ظاهري ژوند مبارک وو، رسول الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې نه د ډير زيات بهتر ژوند سره پۀ خپل مزار مبارک کښې تشريف فرما دے۔ ([1])
تُو زندہ ہے واللہ! تُو زندہ ہے واللہ! مرے چشمِ عالَم سے چھپ جانے والے([2])
د خوږ محبوب صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا شانونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي:
وَ لَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰىؕ(۴)
(پارہ:30، سورۀ الضحٰی:4)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه ستا د پاره هر راروان ساعت د تير نه بهتر دے۔