Book Name:Zikr Hai Oncha Tera
د مکے مکرمې د کافِرانو بےکاره سازش
پۀ مکه مکرمه کښې يو ځائے وو، کوم ته چې به دارُ النَّدوه وئيلے کيدلو، کله چې د مکے مکرمې کافرانو دا وکتل چې مونږ اِسلام څومره ختمول غواړو نو اِسلام هم هٰغه همره نوره ډيره ترقي کوي، مونږ چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر څومره هم ختمول غواړو نو دا هم هٰغه همره زيات خوريږي نو د مکے مکرمې والؤ پۀ دارُ النَّدوه کښې يو لوئي کانفرنس کيښودو، پۀ دې کانفرنس کښې د مَکَّـةُ الـمُکَرَّمَه ټول لوئي لوئي کافران، لوئي لوئي سرداران او دانشوران (هوښياران يعنې پۀ حقيقت کښې د عقل دښمنان) راجمع شول، شيطان هم د يو بوډا پۀ شکل کښې راغلو، هغه هم پۀ دې کانفرنس کښې شامل شو، د کانفرنس موضوع (Topic) دا وو چې زمونږه ټول کوششونه ناکامه کيږي، مونږ د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ غلامانو باندې ظلمونه وکړل، هغوئي له مو د سختو نه سخت تکليفونه هم ورکړل، تر دريو کالو پورې مو د هغوئي سره هر قِسمه تعلق پريښودو او پۀ شعبِ ابي طالِب کښې مو وږي تږي هم پريښودل خو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر هم هٰغه شان اوچتيږي، اِسلام دے چې هم هٰغه شان خوريږي، ورځ پۀ ورځ د مسلمانانو شميره زياتيږي، اخر به د مُحَمَّد صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معامله څنګه ختمه کړے شو؟
عقل ہوتی تو خُدا سے نہ لڑائی لیتے یہ گھٹائیں، اسے منظور بڑھانا تیرا([1])
کانفرنس شروع شو، ټولو کافرانو خپلې خپلې مشورې ورکړې، پۀ اخر کښې ابو جهل ووئيل: زما دا رائے ده چې پۀ ټولو قبيلو کښې دې يو يو بهادر وټاکلے شي، ټول دې خپلې تورې راواخلي او پۀ يو ځائے دې پرې حمله وکړي او مُحَمَّد صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې شهيد