Book Name:Zikr Hai Oncha Tera
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې دے: Kalam-e-ala hazrat (کلامِ اعلیٰ حضرت)۔ دا ايپلي کيشن د Android ډيوائسز نه ډاؤن لوډ کيدے او اِستعماليدے شي، پۀ دې ايپلي کيشن کښې * د حروفِ تهجي د ترتيب پۀ حساب سره کلامونه شامل کړے شوي دي۔ * پۀ ايپلي کيشن کښې د هر يو کلام لټولو سهولت هم موجود دے * د آئي ټي (IT Department) پۀ مستقبل کښې پۀ دې ايپلي کيشن کښې د لټولو د پاره د اُردو کي بورډ، د رديف د حرفونو پۀ حساب سره کلام، د لفظونو د ذخيرې يعنې خدائقِ بخشش کښې د شاملو ټولو لفظونو، د مَدَني چينل د نعتونو سلسله نغماتِ رضا هم د شاملولو اراده ده۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: د ميلاد د محفل د پاره راجمع کړے شوې چنده پۀ بل يو کار کښې استعمالول جائز نۀ دي۔
وضاحت: د ميلاد شريف پۀ مياشت يعنې ربيع الاول کښې عام طور چنده جمع کولے شي او محفلونه جوړولے کيږي۔ دا ډير ښۀ عمل دے خو کومه چنده چې د محفل د پاره راجمع کړے شوه، هغه صرف هم د محفل د پاره استعماليدے شي۔ بعضې وخت د چندې رقم پاتې شي نو د عِلمِ دِين د کمي پۀ وجه خلق دا پۀ نورو کارونو مثلاً جومات وغيره