Book Name:Zikr Hai Oncha Tera

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان او د عظمت عظيمُ الشان قرآني سورت سورۀ وَالضُّحٰی د تشريح او وضاحت د اوريدو سعادت حاصلوو، نن به مونږ د سورۀ وَالضُّحٰی د څلورم آيت مبارک او د دې پۀ ضمن کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان د اوريدو سعادت حاصلوو۔ د  الله  پاک پۀ بارګاه کښې دُعا ده چې مونږ ته د قرآنِ کريم د زده کولو، لوستلو، پۀ دې د ځان پوهه کولو او پۀ دې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم  

د آيت مبارک مختصر خُلاصه

اے د خوږ نبي صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو!  الله  پاک خپل اخري نبي، د وَالضُّحٰی مخ والا، زُلفِ وَالَّيل والا نبي، محبوب نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له ښکلي ښکلي لقبونه ورکړي دي او د هغوئي پۀ بے مثاله شانونو، عظمتونو او رفعتونو پۀ بيان کښې يـې ارشاد فرمائيلے دے:

وَ لَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰىؕ(۴)

(پارہ:30، سورۀ الضحٰی:4)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه ستا د پاره هر راروان ساعت د تير نه بهتر دے۔

مونږ اوريدلي وو کله چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نبوت اعلان وفرمائيلو نو د هغې نه پس د يو څو ورځو د پاره وَحي راتلل بند شول ، پۀ دې باندې کافرانو اعتراض وکړو چې مُحَمَّد (صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) د هغوئي رَبّ پريښودے دے۔ د دې پۀ جواب کښې رَبِّ کائنات وفرمائيل: اے محبوبه صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو پۀ روښانه مخ مې دې قَسم وي۔۔۔!! ستاسو پۀ وَالَّيل زلفو مې دې قَسم وي! ستاسو رَبّ نۀ تاسو پريښودي يۍ، نۀ هغه ستاسو نه ناراضه شوے دے، اوس پۀ دې آيت مبارک کښې دا وئيلے کيږي چې اے خوږه محبوبه صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا غير مسلمه ستاسو د عظمت نه څۀ خبر