Book Name:Zikr Hai Oncha Tera

راجمع وي * رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته به مقامِ محمود عطا کړے شي، ټول مخکښيني وروستني، خپل پردي، ټول د محشر والا به هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعريف او ثنا کوي * د ټولو نه وړومبے به هم اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د  الله  پاک د ديدار سعادت حاصلوي * هُم هغوئي به شفاعتِ کُبریٰ فرمائي * هُم هغوئي به د جنَّت دروازه برسيره کوي * خوږ محبوب صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اَنَا اَوَّلُ النَّاسِ خُرُوْجًا اِذَا بُعِثُوْا کله چي خلق راپاڅولے شي، زۀ به د ټولو نه وړومبے راپاڅم وَ اَنَا خَطِیْبُہُمْ اِذَا اَنْصَتُوا کله چې به خاموشه وي، هُم زۀ به د هغوئي خطيب يم وَ قَائِدُہُمْ اِذَا وَفَدُوْا کله چې خلق ډله جوړه شي او راشي، زۀ به د هغوئي قائد يم وَ شَافِعُہُمْ اِذَا حُبِسُوْا کله چې ټول خلق منع کړے شي، زۀ به د هغوئي شفاعت کولو والا يم وَ اَنَا مُبَشِّرُہُمْ اِذَا یَئِسُوْا کله چې ټول مايوسه شي، زۀ به هغوئي ته زيري ورکولو والا جوړيږم۔وَ لِوَاءُ الْحَمْدِ بِیَدِی د حمد جنډه به زما پۀ لاس کښې وي وَمِفْتَاحُ الْجَنَّۃِ یَوْمَئِذٍ بِیَدِیْ د جنَّت کنجي به هٰغه ورځ زما پۀ لاس کښې وي وَاَنَا اَکْرَمُ وُلْدِ آدَم یَوْمَئِذٍ عَلیٰ رَبِّی پۀ هٰغه ورځ باندې به د  الله  پاک پۀ نزد د آدم پۀ ټول اولاد کښې زۀ د ټولو نه زيات عزت والا يم یَطُوْفُ عَلَیَّ اَلْفُ خَادِمٍ کَاَنَّہُمْ لُؤْلُؤٌمَّکْنُوْن  زر [1000] خادمان به د خدمت د پاره زما نه ګير چاپيره ګرځي لکه چې هغوئي پټ ساتلے شوي لعلونه دي۔ ([1])

خلق راوګرځيدل دچرتہ چرتہ نہ ستاسو دپاره

 الله !  الله ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې سره سره هٰغه مشهور او معروف د شفاعت حديث هم لږ پۀ ذِهن کښې راولئ! اَللہُ اَکْبَر! 50 زره کاله هٰغه وحشت ناکه ورځ، زمکه به پۀ اوسپنه بدله کړے شي، نمر به پۀ يو ميل فاصله باندې وي او وور به وروي،


 

 



[1]... سبل الہدیٰ و الرشاد، الباب الثالث فیما اختص بہ نبینا ...الخ، الخامسۃ و الثلاثون، جلد:10، صفحہ:386۔