Book Name:Zikr Hai Oncha Tera

دي۔۔۔!! تاسو هٰغه ښکلے محبوب يۍ چې ستاسو پۀ شان او عظمت کښې، پۀ رفعت او اوچت والي کښې، مقام او مرتبه کښې، عزت او شوکت کښې به زياتوالے کيږي او روان به وي ، پۀ دې کښې هيڅ وخت، د لږ ساعت د پاره، يوه ورځ هم د هيڅ کمي هيڅ قِسمه تصور نشته۔

فرش والے تری شوکت کا عُلُو کیا جانیں؟

خُسْرُوَا   عرش   پہ   اُڑتا   ہے   پَھرَیرا  تیرا([1])

د آيت مبارک دوه معنې

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو!  الله  پاک فرمائي:

وَ لَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰىؕ(۴)

(پارہ:30، سورۀ الضحٰی:4)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه ستا د پاره هر راروان ساعت د تير نه بهتر دے۔

دلته د دوو خبرو بيان دے: (1): يو ده د خوږ محبوب صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ماضي او (2): يو دے د نبي کريم صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مستقبل يعنې يو لفظ دے: اَلآخِرَۃُ (راتلونکے ساعت) او دويم لفظ دے: اَلْاُوْلٰی (تير ساعت)۔ د دې دواړو نه څۀ مُراد دے؟ مفسرينِ کرامو د دې دواړو لفظونو دوه دوه مطلبونه بيان کړي دي۔

 د آيت مبارک وړومبۍ معنیٰ

د دې يو تفسير خو دا دے چې د اَلآخِرَۃُ نه هر راتلونکے ساعت، راتلونکې ګينټه، راتلونکې ورځ، راتلونکې هفته (Week)، مياشت (Month) او کال (Year) مُراد واخستے شي او د اَلْاُوْلٰی نه د خوږ محبوب صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هر تير شوے ساعت مُراد وي۔ ([2])


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:16۔

[2]... تفسیرِ کبیر، پارہ:30، الضحیٰ، زیرِ آیت:4، جلد:11، صفحہ:193 خلاصۃً۔