Book Name:Zikr Hai Oncha Tera

د آيت مبارک دويمه معنیٰ

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو!  الله  پاک فرمائي:

وَ لَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰىؕ(۴)

(پارہ:30، سورۀ الضحٰی:4)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه ستا د پاره هر راروان ساعت د تير نه بهتر دے۔

د دې آيت مبارک دويم تفسير دا بيان کړے شوے دے چې د اَلْاُوْلٰی نه مُراد دے: دُنيا۔ او د اَلْآخِرَۃ ُ نه مُراد دے: د دُنيا نه پس والا ژوند۔ د دې تفسير پۀ لحاظ سره به د آيت مبارک معنیٰ دا جوړيږي: اے خوږه محبوبه صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو د دې دُنيا نه وروستو راتلونکے ژوند، د دې دُنيا د ژوند نه زيات بهتر دے۔ ([1])

د اُمت ترقي ورته وښودلے شوه

صحابئ رسول، سلطانُ المُفسرين حضرت عبد  الله  بن عبّاس رَضِىَ  الله  عَـنْهما فرمائي: سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته وښودلے شو چې ستاسو اُمت ته به څنګه څنګه ترقيانې او فراختياګانې عطا کولے شي، ستاسو اُمت ته به څنګه پۀ کافرانو باندې غلبه عطا کيږي، د خپل اُمت دا ښۀ حال يـې چې وليدو نو محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير خوشحاله شو، پۀ دې باندې دا آيت مبارک نازل شو او  الله  پاک وفرمائيل: ([2])

وَ لَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰىؕ(۴)

(پارہ:30، سورۀ الضحٰی:4)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه ستا د پاره هر راروان ساعت د تير نه بهتر دے۔

يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا خو د دُنيا عزت او ترقي او شان او عظمت


 

 



[1]... تفسیرِ کبیر، پارہ:30، الضحیٰ، زیرِ آیت:4، جلد:11، صفحہ:193 خلاصۃً۔

[2]... معجمِ اوسط، جلد:1، صفحہ:173، حدیث:572 خلاصۃً۔