Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain

شوې ده، يو ځل چا يوه ډيره قيمتي آئينه هغوئي ته پيش کړه۔ هغوئي آئينه خادِم ته حواله کړه او اوئې فرمائيل: کله چې درته زۀ ووايم نو دا آئينه به بيا ما له راکړې۔

يوه ورځ داسې وشو چې هٰغه قيمتي آئينه د خادِم نه ماته شوه۔ خادِم ډير پريشانه شو، سوچ يـې کولو چې څنګه ورته ووايم چې زما نه آئينه ماته شوې ده۔ اخر يـې يوه ښکلې جمله پۀ سوچ کښې راوستله، د غوثِيت بارګاه ته حاضر شو، عرض يـې وکړو:

اَزْ قَضَا آئِیْنَہْ چِیْنِیْ شِکَسْت

ترجمه: يعنې تقدير غالب شو او چيني آئينه ماته شوه۔

حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بے اختياره وفرمائيل:

خُوْبْ شُدْ کِہْ اَسْبَابِ خُوْدْ بِیْنِیْ شِکَسْت

ترجمه: يعنې ښۀ وشو چې ځان ته د کتلو آله ماته شوه۔

سُبْحٰنَ اللہ! يو خو پۀ دې کښې دې ته وګورئ چې پۀ ظاهره نقصان وشو، قيمتي آئينه ماته شوه، دلته پۀ کورونو کښې چې داسې څۀ مسئله وشي، د ماشوم نه څۀ څيز مات شي، چائے ترينه توئي شي، جامې استري کوي او وسوزي، ماشوم دُکان ته د څۀ راوړو د پاره وليږې، د هغۀ نه پيسې چرته پريوځي او داسې ډير قِسمه واړه نقصانونه پۀ کورونو کښې، پۀ دکانونو کښې، پۀ دفترونو کښې، د ملازمانو وغيره نه کيږي، نو خلق پۀ داسې موقع باندې غصه کيږي۔ * ړوند يـې څۀ؟ * يو کار هم صحيح نشې کولے * لاسونه دې مات شوي وو۔۔۔؟ داسې مونږ بے اختياره پۀ خُله غلطې خبرې راولو۔

د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه انداز مبارک ته وګورئ چې قيمتي آئينه ترينه ماته شوه، هغوئي پۀ دې نقصان کښې هم ښۀ والے راوويستو۔ اوئې فرمائيل: ډير ښۀ وشو، ځان ته د کتلو آله ماته شوه۔