Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین مبارک: (1): دوه رکعته د مسواک سره ادا کول بغير د مسواک نه د 70 رکعتونو نه افضل دي۔ ([2]) (2): د مسواک استعمال د ځان د پاره لازمي کړئ ځکه چې پۀ دې کښې د خُلې صفائي ده او د الله پاک د رضا سبب دے۔ ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! * حُضُور نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هره شپه بيا بيا مسواک کولو، هر ځل د اودۀ کيدلو پۀ وخت هم او د بيداريدلو پۀ وخت هم * بغير د ښۀ نيت نه د مسواک کولو سره خو به طِبي فائدې (Physical Benefits) حاصلې شي خو ثواب به نۀ ميلاؤيږي، مثلاً که د اوداسۀ د پاره مسواک کول وي نو دا درې نيتونه وکړئ: د الله پاک د رضا، د سُنَّت ادا کولو او د ذِکر او درود د پاره د خُلې پاکولو پۀ غرض مسواک کووم * مشائخِ کرام فرمائي: څوک چې د مسواک عادت لري پۀ ځنکدن کښې به ورته کلمه وئيل نصيب کيږي * د حضرت عبد الله ابن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې پۀ مسواک کښې 10 خوبيانې دي: * خُله صفا کوي * وورۍ