Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے سوچ دے، څومره ځانګړے انداز دے۔۔۔!! د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: که مونږ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې طريقه باندې عمل وکړو نو ثواب به مو هم وشي او زمونږ د کورونو نه به جنَّت هم جوړ شي، چرې به پکښې هم جنګ جګړې نۀ کيږي، پۀ کورونو کښې فساد، جنګونه د دې څيز (يعنې د نبوي انداز) د هيريدو پۀ وجه کيږي۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته هم د داسې ښکلي سوچ توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
د ځان خوښۍ نه ډډه وکړئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قيمتي آئينه ماته شوه، حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ښکلې جمله وفرمائيله:
خُوْبْ شُدْ کِہْ اَسْبَابِ خُوْدْ بِیْنِیْ شِکَسْت
ترجمه: يعنې ښۀ وشو چې ځان ته د کتلو آله ماته شوه۔
د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې ادا نه معلومه شوه چې هغوئي به ځان ته د کتلو نه ځان ساتلو، يعنې د ځان خوښۍ نه به يـې ځان بچ ساتلو۔
دا هم د زدکړې خبره ده، ځان خوښي ډيره نقصاني باطني بيماري ده۔ د دې نه بچ کيدل ډير ضروري دي۔ الله پاک فرمائي: