Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain
ورکړو په دې باندې هغه غصه شو او اوئې وئيل، تاسو له د چا د پريشانۍ خيال هم کول پکار دي، زما د مور د سترګو آپريشن ډاکټرانو غلط کړے دے او د هغې په وجه يـې د سترګو نظر ختم شوے دے، مونږ دومره پريشانه يو او تاسو وايئ چې: په قافله کښې سفر اوکړه. مبلغ اسلامي ورور ورته په همدردانه انداز کښې د دعا ورکولو سره سره اووئيل چې: الله پاک دې ستاسو مور ته شفا ورکړي. ډاکټران څه وائي؟ هغۀ اووئيل، ډاکټران وائي چې اوس يـې که امريکې ته بوځئ نو بيا هم علاج نه شي کيدے. دا خبره کولو سره هغۀ له ژړا ورغله. مبلغ په ډيره مينه د هغۀ شا وډبوله او د تسلئ ورکولو په انداز کښې اووئيل: وروره! که ډاکټرانو جواب ورکړے دے نو په دې باندې مۀ مايوسه کيږئ، الله پاک شفا ورکونکے دے، الله پاک د مسافر دعا قبلوي، تاسو په قافله کښې سفر اوکړئ او په دې دوران کښې د مور د پاره دعا هم اوغواړئ. د مبلغ اسلامي ورور د تسلئ نه ډکو خبرو په نتيجه کښې هغه غمژن ځلمي په قافله کښې سفر اوکړو، د سفر په دوران کښې يـې د مور د پاره ډيرې دعاګانې وکړې. کله چې واپس کور ته راغلو نو ډير زيات خوشحاله شو ځکه چې د قافلې په برکت سره د هغۀ د مور سترګې روښاه [يعني بِينا] شوې وې.
لُوٹنے رَحْمتیں قافلے میں چلو سیکھنے سنَّتیں قافلے میں چلو
چشمِ بینا ملے سُکھ سے جینا ملے پاؤ گئے راحتیں قافلے میں چلو
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د صِرَاطُ الـجنان ايپلي کيشن تعارف
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي مونږ ته د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دِين ښودلو او د نيکۍ د دعوت عام کولو موقعې راکوي۔ د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې Sirat ul Jinan Quran & Tafsir (صِرَاطُ الـجنان قرآن اينډ تفسير) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې * مکمل قرآنِ کريم * د اعلیٰ حضرت، اِمام اهلِسُنَّت، شاه