Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain

هغوئي پۀ خپلو سترګو کښې نقش کړو، بيا دا حديث شريف کله چې هغوئي وروستنو خلقو ته بيانوو نو اوئې فرمائيل: کَاَنِّی اَنْظُرُ اِلَیْہِ الْآنَ یَقْطُرُ رَاسُہٗ مَاءً  لکه چې زۀ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وينم چې هغوئي تشريف راوړي او د مبارکو زلفو نه يـې اوبۀ څاڅي۔([1])

اوس وګورئ چې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به د کوم کمال پۀ انداز سره حديثونه بيانول، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارکې اداګانې به يـې پۀ خپل زړۀ کښې نقش کولې، بيا به يـې يو يو لفظ وئيلو او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ تصور کښې ورکيدل ۔

 هغوئي د ديدار مصطفٰے شرف موندلے وو، هغوئي به د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تصور جوړولو ، مونږه مدينه منوره ليدلې ده، مونږ له پکار دي چې مونږ د مدينے منورې تصور جوړوو۔ الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

ہر وقت تَصَوُّر میں مدینے کی گلی ہو                                                                  اور یاد محمد کی مرے دِل میں بسی ہو

دو سوزِ بِلال آقا، ملے درد رضا سا                                                                        سرکار عطا عشقِ اویس قرنی ہو

اے کاش! میں بن جاؤں مدینے کا مُسَافِر                              پِھر روتی ہوئی طیبہ کو بارات کو چلی ہو([2])

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                    صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

عاجزي به يـې اِختياروله

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ښکلو ښکلو اداګانو کښې يوه ښکلې ادا دا هم ده چې هغوئي به د ځان خوښۍ نه ځان ساتلو، هميشه به د عاجزۍ او انکسارۍ نمونه جوړيدلو۔ پۀ دې باره کښې يوه ډيره ښکلې واقعه پۀ کتابونو کښې ليکلے


 

 



[1]... بخاری، کتاب مواقیت الصلاۃ، باب النوم قبل العشاء...الخ،صفحہ:208، حدیث:571 ۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:314۔