Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د خدائے رحمت ورکوي يولسمه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نن لويه يولسمه شريف ده۔ تيره مياشت مونږ ښۀ پۀ ادب او عقيدت سره د ماهِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دولسمې شريف  دنمانځلو سعادت حاصل کړو۔ اوس د يولسمې شريف د نمانځلو سعادت حاصلوو۔

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: حُضُور غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به دولسمه شريف (يعنې د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ميلادِ پاک) ډير پۀ اهتمام سره کولو، يوه ورځ ورته د رسولانو سردار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې تشريف راوړلو او اوئې فرمائيل:اے عبد القادره! تا مونږ پۀ دولسمې سره ياد کړو، مونږه تا ته يولسمه درعطا کوو۔ ([2])

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هٰغه وخت نه اوسه پورې د يولسمې شريف لړۍ روانه ده۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! تر قيامته پورې به روانه وي۔


 

 



[1]...  بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔

[2]... جاء الحق، صفحہ:220۔