Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain

پۀ الله والؤ پسې د تللو حکم

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن به مونږه د پيرانِ پير، پير دستګير حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو څو ښکلو ښکلو اداګانو د اوريدو سعادت حاصلوو۔ د دې ښکلو ښکلو اداګانو اهميت څۀ دے، دا مونږ د قرآنِ کريم پۀ رڼا کښې زده کوو۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَّ اتَّبِـعْ سَبِیْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَیَّۚ-(پارہ:21، سورۂ لقمان:15)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زما طرف ته د رجوع کوونکي کَس پۀ لاره ځه۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې مونږ ته د هغه چا پۀ لاره باندې د تللو حکم راکړے شوے دے، څوک چې د الله پاک طرف ته رجوع کوونکي يعنې د الله پاک کمال فرمانبردارۍ کولو والا دي۔

* يقيناً چې پۀ دې دُنيا کښې د ټولو نه زيات د الله پاک طرف ته رجوع کوونکې هستي زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ده * بيا انبيائے کرام عَلَیْهِم السَّلَام   بيا د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وسيله صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم د الله پاک طرف ته رجوع کوونکي دي * اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم هم د الله پاک طرف ته رجوع کوونکي دي * حُضُور غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم بے شکه د الله پاک طرف ته رجوع لرونکے بلکې د لکونو خلقو د الله پاک بارګاه ته رسوونکے دے۔

د سوداګر کار وشو

 پۀ تَفرِيح الخاطر(د کتاب نوم دےپه دي)کښې دي چي: پۀ مِصر کښې يو سوداګر اوسيدو، پۀ حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير مئين وو، ډير عقيدت يـې ورسره لرلو، هغۀ پۀ زړۀ کښې پوره اِراده کړې وه چې زۀ به مُريد جوړيږم نو د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به