Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain

پۀ زړۀ کښې وسوسه راتلے شي چې د ظاهري وصال نه پۀ صدو وروستو داسې لاس مبارک د قبر نه بهر راوتلے کيدے شي۔۔۔؟ ډيره اسانه خبره ده، چې الله پاک وغواړي نو څۀ نشي کيدے؟ بے شکه د الله پاک پۀ قدرت کښې د هيڅ کمے نشته، د هغۀ پۀ عطا کښي هيڅ منع نشته۔ هٰغه د قدرتونو والا رَبِّ کريم خپل محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته اِختيارات عطا کړي دي۔ پۀ چا ته چېغواړي او څنګه يې غواړې کرم کولے شي۔

پۀ رواياتو کښې دې : د مِعراج پۀ شپه چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ مزار مبارک راتيريدلو، اوئې کتل چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ مزار مبارک کښې دننه ولاړ دے او نـمونځ ادا کوي۔([1])بيا د دې ځائے نه روان شو او مسجدِ اقصیٰ ته ورسيدو، هلته حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام نۀ بلکې ټول انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام د هر کلي د پاره موجود وو۔ ([2])

انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام ژوندي وي

وګورئ چې 4 نبيان ژوندي دي، هغوئي تر اوسه پورې ژوند کوي، باقي کم او زيات 1 لاکھ 23 زره 9 سوه 96 انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام د خپلو مزارونو نه راپاڅيدلي وو او مسجدِ اقصیٰ ته يـې تشريف راوړے وو۔ چې انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام د مزارونومبارکو نه راوتلے شي او داسې پۀ دُنيا کښې جلوه فرمائيلے شي نو ووايئ چې صرف لاس مبارک خو راويستل هډو څۀ خبره نۀ ده۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نبيان ټول ژوندي وي، پۀ هغوئي مرګ راځي خو د لږ ساعت د پاره، بيا د هغوئي رُوح مبارک هغوئي ته واپس کړے شي، پۀ حديثِ پاک کښې دي: نَبِیُّ اللہِ حَیٌّ یُّرْزَقُ  يعنې  دالله پاک نبي علَيهِ السَّلام پۀ خپل مزار کښې ژوندے وي، رزق ورکولے کيږي۔ ([3])


 

 



[1]... مسلم، کتاب الفضائل، باب من فضائل موسی، صفحہ:927، حدیث:2375۔

[2]...نسائی، کتاب الصلاۃ، باب فرض الصلاۃ...الخ، صفحہ:81، حدیث:448 ماخوذاً۔

[3]...ابن ماجہ، کتاب الجنائز، باب ذکر وفاتہ و دفنہ، صفحہ:263، حدیث:1637۔