Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain
فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْؕ-هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰى۠(۳۲)(پارہ:27، سورۀ نجم:32)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو تاسو پخپله د خپلو ځانونو پاکي مۀ بيانوئ، هغه ښۀ پيژني هٰغه څوک چې پرهيزګار وي۔
د دې آيت مبارک لاندې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا آيت د هٰغه خلقو په باره کښې نازل شوے کومو چې به پۀ خپلو نيکو باندې فخر کولو او د فخر پۀ انداز کښې به يـې وئيل چې زمونږه نـمونځونه داسې دي! زمونږه روژې داسې دي! مونږ داسې يو! د هغۀ (يعنې د الله پاک) پيژندل کافي دي تۀ خپله تقویٰ او پاکي د خلقو پۀ مخکښې ولې بيانوې! مزه خو هله کوي چې بنده پخپله ووائي: زۀ ګنهګار يم او رَبّ ووائي: دا پرهيزګاره دے! لکه ابو بکر صِدِّيق (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ چې څۀ هم يو، د الله پاک پۀ فضل سره يو، د هغۀ پۀ احسان سره يو، که مونږ نـمونځ ګزاره يو نو زمونږ پکښې هيڅ کمال نشته، د هٰغه رَبِّ کريم فضل دے، که زمونږه د تلاوت توفيق نصيب کيږي نو د هٰغه رَبِّ کريم فضل دے، که زمونږه د صدقې خيرات توفيق نصيب کيږي نو د هٰغه رَبِّ کريم فضل دے، که زمونږ مخ ښکلے دے نو د هغۀ فضل دے، که مونږ تعليم يافته يو نو د هغۀ فضل دے، څۀ چې هم دي، زمونږ خپل څۀ کمال پکښې نشته، د هٰغه رَبِّ کريم فضل دے او بس فضل دے۔ پۀ قرآنِ کريم کښې دي:
فَلَوْ لَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَ رَحْمَتُهٗ لَكُنْتُمْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ(۶۴) (پارہ:1، سورۀ بقرہ:64)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو که پۀ تاسو د الله فضل او د هغۀ رحمت نۀ وے نو تاسو به د نقصان اوچتوونکو نه شوي وے۔
الله! الله! که د الله پاک فضل نۀ وے نو مونږ به چرته وو۔۔۔؟ څۀ به مو