Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain

راوي وائي چې لا د فقير خبره نۀ وه پوره شوې چې يو کَس بارګاهِ غوثيت ته حاضر شو، هغۀ د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې يوه تيلۍ د نذرانې پۀ توګه وړاندې کړه، پۀ هٰغه تيلۍ کښې 30 ديناره (يعنې د سرو زرو سِکې) وې، غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هٰغه 30 واړه ديناره هٰغه غريب له ورکړل او اوئې فرمائيل: دا ټول دينارونه ماڼکي له ورکړه او ورته ووايه چې بيا د پاره چا غريب ته پۀ درياب د اړولو نه اِنکار نۀ کوي۔ ([1])

اسیروں کے مشکل کشا غوثِ اعظم!                                                       فقیروں کے حاجت روا غوثِ اعظم!

گِھرا ہے بلاؤں میں بندہ تمہارا                                                                                        مدد کے لیے  آؤ یاغوثِ اعظم!

د سخاوت فضيلتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره سخي دے، يو غريب چې يـې پۀ خفګان کښې پريشانه وليدو نو برداشت يـې نکړے شو، فوراً يـې د هغۀ مدد وکړو۔ مونږ له هم پکار دي چې سخاوت اختيار کړو۔ الله پاک چې څومره راعطا کړي دي، پۀ هغې کښې چې څومره کيديشي ، څۀ نا څۀ حصه د صدقې او د خيرات هم ضرور وساتو، سخاوت وکړو۔ او عرض يو وکړم: د سخي کيدو د پاره لويه خزانه نۀ بلکې د لوئي زړۀ ضرورت دے۔ ډير خلق د کومو چې لوئي لوئي خزانې دي خو زړونه يـې واړه واړه دي، لهذا مال اګر که کم وي، زړۀ لوئي ساتئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * پۀ حديثِ پاک کښې دي: سخاوت د جنَّت پۀ ونو کښې يوه ونه ده، د کومې څانګې چې د زمکې طرف ته راښکته شوې دي، کوم کَس چې پۀ دې کښې يوه څانګه اونيسي، هغه، هغه د جنَّت طرف ته بوځي۔ ([2]) * د الله پاک خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: د سخې غلطي معاف کوئ، ځکه چې کله هم هغه غلطي کوي نو الله پاک


 

 



[1]... بَهْجَةُ الْاَسْرَار، صفحہ:199۔

[2]... شعب الایمان ، باب فی الجودو السخاء ،جلد:7، صفحہ:435، حدیث :10875۔