Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain
مونږ له هم داسې کول پکار دي، دا خبره پۀ ذِهن کښې ساتئ چې پۀ هر نقصان کښې ښۀ طرف موجود وي۔ مونږ له پکار دي چې ښۀ طرف ته ګورو۔
که پۀ دې ځائے کښې لړم وے نو۔۔۔؟
د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشق اميرِ اهلِسُنَّت يو ځل پۀ يو ځائے تيريدو، د هغوئي ښپه ناڅاپه د شاتو پۀ مچۍ راغله، د شاتو مچۍ هغوئي وچيچلو، هغوئي يو دم بيتابه شو اوښپه يې اوچته کړه، چې اوئې کتل نو لاندې ترينه د شاتو مچۍ پرته وه، يو اِسلامي ورور د هغې د مړه کولو د پاره ور وړاندې شو، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه منع کړو او اوئې فرمائيل: د دې څۀ قصور دے، قصور خو زما دے چې ما پۀ دې ښپه کيښوده۔ نور يـې وفرمائيل: دا خو د شُکر مقام دے، که د شاتو د مچۍ پۀ ځائے لړم وے، زۀ يـې چيچلے وے نو څۀ به وو۔۔۔؟
سُبْحٰنَ اللہ! دې ته وئيلے شي پۀ نقصان کښې ښۀ طرف راويستل۔ مونږ له پکار دي چې د غصه کيدو پۀ ځائے، د غلطو جملو پۀ خُله باندې د راوستو پۀ ځائے پۀ نقصان کښې هم د ښۀطرفسوچ وکړو۔
که پۀ قِسمت کښې څۀ بل څۀ وے نو۔۔۔
زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يوې ښکلې ادا پۀ باره کښې واورئ! حضرت انس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما لس کاله د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خدمت وکړو، کله به زما د لاس نه کار خراب هم شو خو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم زۀ ملامته کړے نۀ يم (يعنې زۀ يې نۀ يم رټلے)، که پۀ کور والؤ کښې به چا ما ته څۀ وئيل نو هغوئي به فرمائيل: دَعُوْہُ فَاِنَّہٗ لَوْ قُضِیَ شَیْءٌ کَانَ يعنې دا پريږدئ! که څۀ بل څۀ پۀ قِسمت کښې وو نو هغه به کيدل۔ ([1])