Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
د الله پاک د آخري نبي، رسولِ هاشِمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عالي شان دے: کوم کس چې د خلقو په مينځ کښې صُلح کوي الله پاک به د هغه معامله دُرسته کړي، او هغه ته به په هره خبره کولو د يو غُلام آزادولو ثواب ورکړي، او چې کله بيرته را اوګرځي نو د خپلو تيرو ګناهونو نه به بخښلے شوے راګرځي۔([2])
اے عاشقانِ رَسُول! د مسلمانانو ورونړو په خپل مينځ کښې ”صُلح کول‘‘ سُنَّتِ مُصطَفىٰ دي، که کله به د صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان په مينځ کښې څه غلط فهمي پيدا شوه يا به چرته د دوو صحابؤ په مينځ کښې معمولي خفګان پيدا شو نو زمونږه خوږ آقا، مكِّـى مَدَنـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به حِکمتِ عملئ سره په هغوئي کښې صُلح کوله، چنانچه يو ځل د کافرو د سازش په وجه د صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان د دوو غټو قبيلو اَوس او خَزرَج په مينځ کښې سخت ګړ بړ پيدا شو، چې کله سرکارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د دې خبر اوشو نو تشريف ئې راوړلو او د دواړو په مينځ کښې ئې صُلح اوکړه، دغسې د حُضُورِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صُلح کولو ډير واقعات دي، او د دې تفصيلي ذِکر د سِيرت په کتابونو مَثَلًا * سِيرتِ مُصطَفىٰ او * سِيرتِ رسولِ عربي وغيره کښې لوستلے شئ۔