Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
زمكې عمارت را اولويدلو او د سپين خټ په شكل كښې پاتې شو، بيا حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام د الله په حكم بيا د کعبے شريفې تعمير اوكړو ([1])
د دې رواياتو نه معلومه شوه چې د زمكې د پيدا كيدلو نه دوه زره كاله مخكښې د زمکې دا ټكړه پيدا كړے شوي وه چرته چې خانه کعبه ده او د انسان د پیدا کیدو نه دوه زره کاله مخكښې د خانه كعبے عمارت جوړ شوے وو او فرښتو به د دې حج كولو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د طوفانِ نوح نه پس د کعبے شريفې د تعمير بيان
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت نوح عَلَيْهِ السَّلام په زمانه كښې چې كله سخت طوفان راغے، ټوله دُنيا ډوبه شوه او د يو قول مطابق صرف 80 كسان كوم چې د حضرت نوح عَلَيْهِ السَّلام سره په كشتئ كښې سواره وو، صرف هغه پاتې شو، هغه وخت كعبه شريفه اسمان طرف ته اوچته كړے شوه، راځئ چې اوس تاريخي حوالے سره اوګورو چې د طوفانِ نُوح نه پس اوَّل كعبه شريفه جوړه شوي وه که مسجِدِ اقصٰى.
هسې خو د مسجِدِ اقصٰى د تعمير مُتَعَلِّق هم مختلف روايات شته، مثلاً د يو روايت مطابق فرښتو چې كله كعبه شريفه جوړه كړه نو د هغې نه څه موده پس د الله په حكم فرښتو د مَسجِدِ اقصٰى وړومبے عمارت جوړ كړو، او د يو روايت مطابق د ټولو نه اوَّل حضرت آدم عَلَيْهِ السَّلام مسجدِ اقصٰى تعمير كړے وو، البته د طوفانِ نُوح نه پس كعبه شريفه اوَّل جوړه شوي وه که مسجِدِ اقصٰى، په دې حواله سره يو روايت دا دے چې د طوفانِ نُوح نه پس د ټولو نه اوَّل د مسجِدِ اقصٰى بنياد حضرت يعقوب عَلَيْهِ السَّلام