Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
به د ”ذُو طُوٰى“ په مقام کښې خپل نعلين شريف (يعني پيزار مبارك) ويستل او بيا به مکّے مُکَرَّمے ته داخليدل. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رَسُول! هر هغه مسلمان چې استطاعت لري يعني چې څوک مکّے مُکَرَّمے ته د رسيدلو او بيرته د راتللو خرڅ لري او په خپل ځان پسې د خپل کور د کسانو د پاره هُم مناسب انتظامات کولے شي او لار کښې هُم امن وي او نور شرائط هُم پوره وي نو په هغه حج فرض دے، په هغه لازِمه ده چې هغه حج له لاړ شي او که په چا حج فرض نه وي يا ئې فرض حج ادا کړے وي نو بيا هُم پکار ده چې نفل حج اوکړي ځکه چې ”حج کول د انبياء عَـلَـيْهِمُ السَّلَام‘‘ سُنَّت دي۔
مكِّـى مَدَنـى تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: حج کوونکے به د خپل کور د کسانو نه د 400 (مسلمانانو) شفاعت کوي او د ګناهونو نه به داسې پاک شي څنګه چې د خپل پيدائش په ورځ وو۔ ([2]) په يو بل حديث شريف کښې دي: حج کوئ! ځکه چې حج ګناهونه داسې اُووِينځي څنګه چې اوبه خِيرے اُووِينځي۔ ([3]) حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه رِوايت دے چې سرکارِ عالِي وقار، مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: چې کله تاسو يو حاجي سره ملاقات اوکړئ نو هغه سره سلام او مُصافَحه اوکړئ او هغه ته