Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

حرم شريف كښې اووينم نو لاس به ور نه وړم تر دې چې د حُدُودِ حرم نه بهر راشي. ([1])

د کعبے شريف حج كيږي

     د کعبے شريفې شپږم وَصف چې کوم الله پاك په پارہ 4، سورۂ آلِ عمران آیت:97  کښې بيان كړے دے، هغه په اصل كښې د قيامته پورې راتلونكو مسلمانانو د پاره يو حكم دے، الله پاك ارشاد فرمائي:

وَ  لِلّٰهِ  عَلَى  النَّاسِ   حِجُّ  الْبَیْتِ  مَنِ  اسْتَطَاعَ  اِلَیْهِ  سَبِیْلًاؕ-وَ  مَنْ  كَفَرَ  فَاِنَّ  اللّٰهَ  غَنِیٌّ  عَنِ  الْعٰلَمِیْنَ(۹۷)

 (پارہ4،سورۃآلِ عمران:97)

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او د الله د پاره په خلقو باندې د دې کور حج کول فرض دي څوك چې دې ته د رسيدلو طاقت لري او څوك چې انكار اوكړي نو الله د ټول جهان نه بےپرواه دے.

      سُبْحٰنَ الله! دا هم د کعبے شريفې خصوصيت دے چې په ټوله زمكه باندې چرته حج نه كيږي، غير مسلمو په مسلمانانو باندې اعتراض كولو کښې اووئىل چې بَيتُ المُقَدَّس د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام قبله ده، الله پاك په دې آيت كښې اوښودل چې كه بَيتُ المُقَدَّس د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام قبله ده نو  يقيناً دا د بَيتُ المُقَدَّس فضيلت دے خو * كعبه شريفه هغه مُقَدَّس مقام دے چې د زمكې د پيدائش نه واخله تر قيامته پورې به صرف د خانه كعبے طواف كيږي،  * دا هغه مقام دے چې دلته به طواف كيدلو، طواف كيږي، او هميشه به كيږي، * دا هغه مقام دے چرته به چې حج


 

 



[1]...تفسیر صراطُ الجنان، پارہ:4، سورۂ آلِ عمران، زیرِ آیت:97، جلد:2، صفحہ:16۔