Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام اباد كړے وو  * مَكَّه مُكَرَّمَه هغه مبارك ښار دے چې حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام دې طرف ته د خلقو دزړونو مائله کيدلو دُعا كړي وه * مَكَّه مُكَرَّمَه هغه مبارك ښار دے چې د دي ځائے د اوسيدونكو د پاره حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام د رزق دُعا كړي وه او الله پاك د حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام دا دواړه دُعاګانې قبولې كړي دي * مَكَّه مُكَرَّمَه هغه مبارك ښار دے چې د دُنيا مسلمانان دې ته راتللو د پاره بے قراره اوسي او زړونه ئې دې طرف ته مائله اوسي  * مَكَّه مُكَرَّمَه زمونږ د خوږ آقا سَيِّدُ الانبياء صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيدائش مقام دے۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ * مَكَّه مُكَرَّمَه هغه مبارك ښار دے چرته چې زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ژوند مبارك 53 كاله تير كړي دي. * مَكَّه مُكَرَّمَه هغه مبارك، مُقَدَّس ښار دے چې الله پاك د دې ښار قسمونه خوړلي دي. په يو مقام کښې ارشاد فرمائي:

لَاۤ اُقْسِمُ بِهٰذَا الْبَلَدِۙ(۱) وَ اَنْتَ حِلٌّۢ بِهٰذَا الْبَلَدِۙ(۲)    (پارہ30،سورۃالبلد:1-2)                                      

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: زما دِ په دې ښار قسم وي چې تاسو پكښې تشريف فرما ئې.

كعبه شريفه د بركت او هدايت ځائے دے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د کعبے شريفې دويم او دريم وَصف بيانولو کښې الله پاك فرمائى:

مُبٰرَكًا  وَّ  هُدًى  لِّلْعٰلَمِیْنَۚ(۹۶) (پاره4،سورۃآلِ عمران:96)                                 

مفهوم ترجمه کنزُ العِرفان: بركت والا دے او د ټول جهان والؤ د پاره هدايت دے.

    علامه محمود آلوسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي: د آيت معنٰى دا ده چې كعبه شريفه ډيره نيكئ والا ده، دلته د يوے نيكئ ثواب د يو لاك برابر دے. حضرت اِبنِ