Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

او خاص طور ”سحر لـمانځه ته د مسلمانانو راپاڅولو‘‘ والا ديني کار ډير ترغيب راکړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! زما ذِهن جوړ شو او ما صبا له په هغې عمل شروع کړو۔ ما چې په دې دِيني کار باندې عمل شروع کړو نو په ما باندې د الله پاک او د هغه د حبيب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم اوشو، د قسمت ستورے مې اوځليدو او په هُم هغه کال را ته د مکے او مدينے د حاضرئ سعادت نصيب شو۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

حج و عُمره موبائل ايپلي کيشن

      اے عاشقانِ رَسُول! دعوتِ اسلامي  د جديد ټيکنالوجئ په ذريعه هُم د عِلمِ دِين عام کولو کوشش کوي، په دې باره کښې د دعوتِ اسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له طرفه مختلف موبائل ايپلي کيشنز جاري شوي دي، په هغې کښې يو ايپلي کيشن دے: hajj &umrah (حج و عُمره)۔

      د دې ايپلي کيشن په ذريعه تاسو د حج و عُمره مختصره طريقه او د حج و عُمرے ضروري مسائل وغيره زده کولے شئ، د دې نه علاوه په دې ايپلي کيشن کښې د حج و عُمره دُعاګانې او د حرمين شريفين د اهمو زياراتو د مقاماتو معلومات وغيره هُم شامل دي۔ زر تر زره دا ايپلي کيش په خپل موبائل کښې اِنسټال کړئ، د دې نه فائده واخلئ او نورو ته هُم د دې ترغيب ورکړئ۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                             صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد