Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
اِنَّ اَوَّلَ بَیْتٍ وُّضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِیْ بِبَكَّةَ مُبٰرَكًا وَّ هُدًى لِّلْعٰلَمِیْنَۚ(۹۶) فِیْهِ اٰیٰتٌۢ بَیِّنٰتٌ مَّقَامُ اِبْرٰهِیْمَ ﳛ وَ مَنْ دَخَلَهٗ كَانَ اٰمِنًاؕ-وَ لِلّٰهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ اِلَیْهِ سَبِیْلًاؕ-وَ مَنْ كَفَرَ فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ(۹۷) (پارہ4،سورۃآلِ عمران:96-97)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: بيشكه د ټولو نه وړومبے كور كوم چې د خلقو د عبادت د پاره جوړ شوے دے هغه دے كوم چې په مكه كښې دے، بركت والا دے او د ټول جهان والؤ د پاره هدايت دے، په دې كښې ښكاره نښې دي، د ابراهيم د اودريدلو ځائے [پکښې] دے او څوك چې دې ته داخل شو په امن كښې شو او د الله د پاره په خلقو باندې د دې كور حج كول فرض دے څوک چې دې ته د تللو طاقت لري او څوك چې انكار اوكړي نو الله د ټول جهان نه بےپرواه دے.
په دې آيتونو كښې الله پاك د کعبے شريفې 6 صفات ذِكر كړل: (1) كعبه شريفه اوَّلنئ عبادت ګاه ده (2) كعبه شريفه بركت والا ده (3) كعبه شريفه د ټول جهان والؤ د پاره د هدايت سبب ده (4) په كعبه شريفه كښې د الله پاك واضحه نښې دي (5) كعبه شريفه د امن مقام دے (6) د کعبے شريفې حج كيږي.
اے عاشقانِ رسول! دلته يو د ايمان نه ډك مدني ګل دے، هغه دا چې كعبه شريفه او مسجدِ اقصٰى، دا دواړه د فضيلت ځائيونه دي، * الله پاك په سوره بنـي اسرائيل كښې د مسجدِ اقصٰى فضائل هُم بيان كړي دي، * په دُنيا كښې درې جماتونه د ټولو نه افضل دي: (١) مسجدِ حرام (چرته چې خانه كعبه ده) (٢) مسجدِ نَبَوي شريف [كوم ځائے چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روضه مباركه ده] (٣) او د فضيلت په اعتبار سره د دُنيا