Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

      حضرت عبدُ الله بِن عباس رَضِیَ الله عَنْهُما نه روايت دے چې په كوم ځائے زګ جوړ شوے وو، هغه مقام بل يو نه وو بلكه د زمکې  هغه مباركه ټكړه وه، چرته چې كعبه شريفه موجود ده. حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فرمائي: د زمكې هغه ټكړه چرته چې خانه كعبه موجود ده، دا د زمکې پيدا كيدلو نه دوه زره كاله مخكښې جوړه كړے شوي ده، او د حضرت ابوهُريره رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې لا زمكه نه وه جوړه شوي، د هغې نه دوه زره كاله مخكښې كعبه شريفه په اوبو كښې د يو خټ په شان وه، هلته به دوو فرښتو د الله پاك ذِكر كولو، بيا چې كله الله پاك د زمکې  پيدا كولو اراده اوكړه نو د هُم هغه غونډئ نه ئې زمكه خوره كړه. ([1])

     معلومه شوه چې په زمكه وړومبے كور كيدل خو ډيره ورستئ خبره ده، بلکه كعبه شريفه د ټولې زمكې اصل دے ځکه چې د زمكې دا ټكړه د ټولو نه وړومبئ پيدا كړے شوي ده او د هُم دې نه ټوله زمكه خوره شوي ده، سُبْحٰنَ الله! دا دے د کعبے شريفې اوچت شان....!!!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د كعبے شريفې عمارت كله جوړ کړے شو؟

     اے عاشقانِ رسول! دا خو معلومه شوه چې د زمكې د ټولو نه وړومبئ كومه ټكړه چې پيدا شوي ده ھم هغه مقام دے چرته چې نن خانه كعبه ده، اوس سوال دا دے چې د کعبے شريفې عمارت د ټولو نه اوَّل كله جوړ شوے دے؟ د دې سوال د جواب د پاره د ايمان نه ډك حكايت واورئ: منقول دي يو ځل حضرت اِمام زَينُ العابِدين رَضِیَ الله


 

 



[1]...سبل الھدی، الباب الاول ، جلد:1، صفحہ:140تا141۔