Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
سلسله شروع شي، بهر حال که مونږه حج ته نه شو تللے نو بيا هُم په زړه کښې د حج خواهش ضرور ساتل پکار دي، اګر که حج ته د تللو اسباب مو جوړ نه شي خو بيا هُم پکار ده چې زمونږ په زړونو کښې د دې خواهش موجود اوسي، او په دې خواهش پوره کيدو پسې مو په سترګو کښې پکار ده چې اوښکې خو راشي، که ممکنه وي نو د دې د پاره د تَهَجُّد په وخت کښې، په تنهائي کښې د الله پاک په بارګاه کښې دُعا کول پکار دي۔
الله پاک دِ مونږ ټولو ته د مکے او مدينے عشق رانصيب کړي۔ اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
دولسو ديني کارونو کښې يو ديني کار: د سحر لـمانځه ته راپاڅول
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په خپلو زړونو کښې د مکے او مدينے عشق راپيدا کولو، نيک او لـمونځ ګُزاره جوړيدلو او د نيکو ډک ژوند تيرولو د پاره د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول کښې شامل شئ او دولسو ديني کارونو کښې ډيره ډيره حِصَّه واخلئ! اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى! په ژوند کښې به مو د نيکو سپرلے راشي او د الله پاک د رضا والا کارونو موقعې به درنصيب کيږي۔
په دولسو ديني کارونو کښې يو کار دے: د سحر لـمانځه ته راپاڅول۔
د پنجاب د علاقے اِلٰه آباد (ضلع قصور) اوسيدونکي يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې: اَلْحَمْدُ لِلّٰه! زه د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول کښې شامل ووم خو دِيني کارونو کښې به را نه سستي کيدله، يوه ورځ يو ذِمَّه دار اِسلامي ورور ما ته د دِيني کارونو