Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د صُلح کولو مُتَعَلِّق دا خبره ياده ساتئ چې د مسلمانانو په مينځ کښې صرف هغه صُلح کولو جائز دي کومه چې د شريعت په دائره کښې وي۔ د الله پاک آخري نبي مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د مسلمانانو په مينځ کښې صُلح کول جائز دي خو هغه صُلح (کول جائز نه دي) کومه چې حرام حلال کړي يا حلال حرام کړي۔([1])  

      د صُلح کولو مُتَعَلِّق نور معلومات حاصلولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه رساله ”صُلح کروانے کے فضائل‘‘ اولولئ۔

الله پاک دِ مونږ ټولو ته د ”سُنَّتِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم‘‘ په نِيَّت د عاجزئ او اِنکِسارئ کولو توفيق راکړي۔ اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د 312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ او د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دوه رسالے ”101 مدنى پهول“ او ”163 مدني ګلونه“ هديةً واخلئ او اولولئ ئې. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې


 

 



[1]...ابو دَاوُدْ، کتاب:الاقضیۃ، باب: فی صلح، صفحہ:570، حدیث:3594۔