Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

اولګوي، چې كله حساب اولګولے شو، نو زما دُرود زما د ګناهونو نه زيات شو، الله پاك ارشاد اوفرمائيلو: اے زما فرښتو! د ده قدر او عِزَّت تاسو ته ښكاره شو ، د ده نه نور حساب مه اخلئ او جنت ته ئې بوځئ. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

   د بيان اوريدلو  نيتونه

              فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ  (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([2])

       اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:

نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې] كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                               صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع  د بیان موضوع ده ”فضائِلِ مكه و حج“. په دی  بيان کښې به مونږ اورو * د کعبے شريفې اوچت شان، * كعبه


 

 



[1]...اَلْقَوْلُ الْبَدِیْع، صفحہ:124۔

[2]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔