Book Name:Aqal Mand Mubaligh

اسلامي په ديني كارونو كښې وړومبے ديني كار: هفته وار اِجتماع ده. شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په كراچئ كښې هفته واره اجتماع شروع کړه، د دې ځائے نه د نيكئ دعوت عام كيدل شروع شو، * په جماتونو كښې درس شروع شو، * بيا ضرورت محسوس شو چې جمات ته راتلونكو ته د نيكئ دعوت رسيږي خو كوم مسلمانان چې د جماتونو نه لرې دي، يعنې لمَانځه له نه راځي، هغوئي به جماتونو ته څنګه راولو، د دې د پاره چوك درس شروع شو، * بيا دعوتِ اسلامي د يوے علاقے تحريك نه وو، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د دې مقصد مطابق د نيكئ دعوت شروع كړے وو چې ”ما له د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اصلاح كوشش كول دي.“ د دې مقصد پوره كولو د پاره په ټوله دُنيا كښې د دِين پيغام رَسَوَل وو، لِهٰذا د مدني قافلو سلسله شروع شوه * په لرې لرې علاقو كښې د نيكئ دعوت عام شو * د ټولې دُنيا په خلقو كښې خو اسلامي خويندې هم شاملي دي، هغوئي ته هم د نيكئ دعوت رَسَوَل وو، لِهٰذا شرعي احتياطونو سره په هغوئي [يعنې اسلامي خويندو] كښې هم ديني كار شروع كړے شو * دغه شان د وخت سره سره شُعبے هم قائم كړے شوې ماشومانو هلكانو او جينكو ته د دُرُست تجويد و قراءت سره د قرآنِ كريم د حفظ او ناظِره د تعليم ورکولو د پاره مدرسةُ المَدينه قائم كړے شوے، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! تر اوسه پورې په پاكستان او بهر ملكونو كښې ټولې 4 هزار 6 سو 50 مدارسُ المَدينه قائمې دي او په دې كښې د لوستونكو ماشومانو هلكانو او جينكو شمير 2 لاكه، 16 زره او 841 دے.

     * د لوئے عمر اسلامي ورونړه او اسلامي خويندې كوم چې دُرُست تجويد و قراءت سره قرآنِ كريم نه شي لوستلے، هغوئي ته د قرآنِ كريم تعليم وركولو د پاره د اسلامي ورونړو مدرسة المَدينه [بالغان] جُدا او د اسلامي خويندو د پاره جدا مدرسةُ المَدينه