Book Name:Aqal Mand Mubaligh
شروع شوي دي، د دې شمير تر دی وخته پورې په پاكستان او بهرملكونو كښې 39 زره 2 سوه او 51 ته رسيدلے دے. په دې كښې د لوستونكو شمير 2 لاكه 27 زره 4 سوه او 65 دے.
* دې سره سره د جهالت تيارې ختمولو او د علم رنړا خورولو د پاره د اسلامي ورونړو او اسلامي خويندو د پاره جدا جدا جامعاتُ المَدينه قائمې شوي دي. چې په هغې کښې درسِ نظامي يعنې عالِم كورس كيږى. تر اوسه پورې په پاكستان او بهرملكونو كښې 1127 جامعاتُ المَدينه قائمې دي، په دې كښې د طالبِ علمانو هلكانو او جينكو شمير 88 زره او 835 دے.
* بيا د مصروفيت دور دے، لِهٰذا د خلقو د سهولت د پاره فیضان آن لائِن اکیڈمی (بوائِز اینڈ گرلز) شروع کړے شو، په دی کښی آن لائن حِفظ و ناظِره، درسِ نِظامي يعنې عالِم كورس او د دې نه علاوه د 55 نه زيات كورسونه د اسلامي ورونړو او اسلامي خويندو د شرعي احتياطونو لحاظ ساتلو سره كيږي. تر اوسه پورې د فیضان آن لائِن اکیڈمی ټول 43 شاخونه قائم شوي دي، په دې كښې د لوستونكو شمير د 20 زره نه زيات دے.
* بيا د علم رنړا په خوریدو شوه، حافظان، قاريان، عالِمان جوړيدل شروع شو، بيا په ژوند كښې د راپيښيدونكي مختلفو مسائلو شرعي حل د پاره دارُ الاِفتاء اَهلِسُنَّت قائمې كړے شوې، چې هلته مُفتيانِ كرام ناست وي، فتوے ليكي، په دی کښی د تحريري فتاوٰى په ذريعه، د فون په ذريعه، د وټس ايپ او اي ميل وغيره په ذريعه خلقو ته د پيښيدونکو مسائلو حل وركولے كيږي. يعنې د هغوئي د سوالونو جوابونه وركولے كيږي.
* اوس عُلمائے كرام خو تياريدل، خو د علم فيضان عام كولو د پاره دومره كافي نه