Book Name:Aqal Mand Mubaligh
وه ، چنانچه اَلْمَدِيْنَةُ الْعِلْمِيَّه (اسلامِک ریسرچ سنٹر) قائم كړے شو. په دی کښی، د تفسير، حديث، فقه، سيرت او نورو مختلفو موضوعاتو باندې كتابونه ليكلے كيږي، د عاشقانِ رسول عُلماؤ ليكلي شوي كتابونو په آسانه اُردو ژبه كښې ترجمه كيږى، زاړه ديني كتابونه د دورِ حاضر د تقاضو مطابق تياريږي، خاص طور د اعلى حضرت اِمامِ اهلِسُنَّت شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په كتابونو كار كيږی . * كتابونه ليكل خو شروع شو خو هغه چاپ كول هم وو، چنانچه يوه شعبه مَكتبةُ المَدِينه قائم کړے شوه، د دې نه كتابونه چاپ كيږي او هديه كيږي .
* دا ټولې خو ديني تعليمي ادارے وی ، د ماشومانو جينكو او هلكانو صحيح اسلامي طريقه باندې تعليم و تربيت او دُنياوي تعليم د پاره دَارُ المَدِينه اسلامك سكول سسټم قائم شو، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! نِزدې ده چې دارُ المَدِينه كالج او يونيورسټي به هُم شروع شي.
* دعوتِ اسلامي چې څنګه څنګه مخکښې روان وو مخ په ترقئ وو، خلق ورسره يو ځائے كيدل او قافله جوړيدله، كوم اسلامي ورونړه او اسلامي خويندې چې دعوتِ اسلامي سره وابسته كيږي، د هغوئي دِيني، اخلاقي او تنظيمي تربيت د پاره شعبه دارُ السُّنَّه قائم كړے شوه، څوك چې څومره وخت وركولے شي، د خپل سهولت مطابق دارُ السُّنَّه ته راتلے شي او علمِ دين زده كولے شي.
* د دعوتِ اسلامي ديني كار نور هم زيات شو د ژوند مختلفو شعبو سره تعلق لرونكو خلقو ته د نيكئ دعوت وركول شروع شو نو د مختلفو شعبو د خلقو د پاره جدا جدا شعبے جوړې شوې. مثلاً * سكول، كالج، يونيورسټي، اكيډمو وغيره تعليمي ادارو كښې د نيكئ دعوت عام كولو، د طالب علمانو، اُستاذانو او نور سټاف ديني تربيت د پاره شُعبۀ تعليم * هوميو پيتهك سره تعلق ساتونكو خلقو كښې د نيكئ دعوت عام