Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail
وجود خَسف او مَسخ وه (يعنې مخکښينو اُمتونو چې به نافرماني کوله نو هغوئي به پۀ زمکه وردننه کولے کيدل، د هغوئي مخونه به ورانيدل ، د چا نه به شادوګان جوړيدل، د چا نه به خنزيران جوړيدل) خو د دې اُمت عذاب روحاني او نفساني خَسف او مَسخ ده، مخکښې به وجودونه بدليدل او اوس زړونه بدليږي ۔ ([1]) الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ نُقَلِّبُ اَفْـِٕدَتَہُمْ وَ اَبْصَارَہُمْ
(پارہ:7، سورۀ انْعَام:110)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او مونږه به د هغوئي زړونه او د هغوئي سترګې واړوو۔
د الله پاک پناه! د الله پاک پناه! څومره د عبرت خبره ده، پۀ ګناه کولو سره، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نافرمانۍ کولو پۀ وجه زړونه اړولے کيږي۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت ذِکر کوي او فرمائي: د زړۀ د خرابيدو 3 نخښې دي: (1): پۀ تابعدارۍ کښې خوند نۀ موندل (2): د ګناه نه نۀ ويريدل (3): د چا د مرګ نه عبرت نۀ حاصلول۔ ([2])
دا درې واړه نخښې چي مونږ مخې کړو او د خپل زړۀ پۀ حالت باندې غور وکړو،نو نن زمونږه حالت هُم څۀ داسې دے * پۀ ګناهونو کښې داسې خوند ميلاؤيږي چې ګينټې تيرې شي خو اِحساس راسره هم نۀ وي * آؤ! پۀ نـمونځونو کښې زمونږه زړۀ نۀ لګي * پۀ فضول کارونو کښې چې مصروف يو نو د وخت راسره هډو فِکر نۀ وي * چې تلاوت ته څنګه کښينو نو کارونه راته راياد شي * چې رَمَضَانُ المُبَارَک تشريف راوړي نو کله د ګرمۍ بهانه، کله د کار روزګار فِکر، ډير خلق دي کوم چې د روژو نيولو طرف ته هډو مائله کيږي نۀ * او د چا د مرګ نه د عبرت اخستو حالت خو داسې دے چې بعضې وخت خلق