Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail

هغۀ د ذلت ژورې کندې ته غورځولے شي۔ ([1])

نافرمانۍ ذليله او رسوا کړو

حضرت جُبَير بن نُفَير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې کله مسلمانانو قُبرُص فتح کړو نو ما وليدل چې صحابئ رسول حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يواځې ناست دے او ژاړي، زۀ د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضر شوم او عرض مې وکړو: عالي جاه! نن خو الله پاک مسلمانانو ته پۀ کافرانو باندې غلبه عطا کړې ده (يعنې نن د خوشحالۍ ورځ ده) او تاسو اوښکې توئيوئ؟ حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: اے جُبَيره! لګ غور خو وکړۀ۔۔۔!! څوک چې د الله پاک نافرماني کوي، هغۀ د رَبّ پۀ حُضُور کښې څومره بے کاره شي۔ د قُبرص اوسيدونکي څومره د غلبې او د عزت والا وو، هغوئي د الله پاک احکام پريښودل، د خپل رَبِّ کريم نافرماني يـې وکړه نو دا حال يـې شو (چې نن هغوئي شکست وخوړو او هغوئي ذليله او رسوا شول)۔ ([2])

عزت صرف د الله پاک پۀ تابعدارۍ کښې دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې عزت صرف او صرف د الله پاک پۀ تابعدارۍ کښې دے، څوک چې د الله پاک نافرماني کوي، هغۀ ذليله او رسوا کيږي۔ د ټولو مسلمانانو خوږې مور جانې حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها يو ځل (د نصيحت نه ډک) خط وليکلو، پۀ هغې کښې يـې وفرمائيل: بے شکه کوم کَس چې د الله پاک نافرماني کوي، د هغې پۀ سزا کښې د هٰغه کَس تعريفونه کوونکي خلق هم د هغۀ بد بيانول شروع کړي۔ ([3])


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:17، الحج، زیرِآیت:18، جلد:6، صفحہ:418 و 419 بتغیر قلیل۔

[2]... اَلزُّهد لِامام احمد بن حنبل، زہد ابی الدردا ء، صفحہ:182، حدیث:764 ملتقطًا۔

[3]... اَلزُّهدلِامام احمدبن حنبل، زُہد عائشہ رَضِیَ اللهُ عَنْہا، صفحہ:211، حدیث:919۔