Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail

پۀ جناز ګاه کښې ولاړ وي او پۀ کړس کړس خاندي، د کرکټ پۀ ميچ او د ملک پۀ سياست باندې تبصرې کيږي، آه! زمونږه د زړۀ دا نازک حالت، د غفلت پردې، د زړۀ تور والے۔۔۔!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له فِکر کول پکار دي چرته داسې خو نۀ وي چې د ګناهونو سپيرۀ والي مونږه راګير کړي يو، زمونږه زړونه اړولے شوي وي او زمونږ سره يـې هډو اِحساس نۀ وي۔

نافرماني د ذِلَّت او د رسوايۍ سبب دے

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نافرماني د ذِلت او د رسوايۍ سبب دے، کوم کَس چې د الله پاک نافرماني کوي، توبه نۀ کوي، د الله پاک طرف ته رجوع نۀ کوي، هغۀ د الله پاک پۀ بارګاه کښې ذليله او رسوا کيږي او د الله پاک پۀ بارګاه کښې د هغۀ هيڅ حيثيت نۀ پاتې کيږي او کوم کَس چې د الله پاک پۀ بارګاه کښې ذليله او رسوا شي، د چا چې د رَبُّ العزَّت پۀ بارګاه کښې هيڅ حيثيت پاتې نشي، د هغۀ چرته هم عزت نۀ نصيب کيږي۔ پۀ 17 سيپاره، سوره حَج، آيت: 18 کښې ارشاد دے:

وَ مَنْ  یُّہِنِ اللّٰہُ  فَمَا لَہٗ  مِنْ مُّکْرِمٍ ؕ

(پارہ:17، سورۀ حَج:18)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چا لره چې الله ذليله کړي نو هغۀ ته هيڅ څوک عزت ورکوونکے نشته۔

پۀ تفسير صراطُ الـجنان کښې د دې آيت لاندې دي: معلومه شوه چې عزت او نوم د يو قوم يا د يو کَس ميراث نۀ دے چې که يو کَس هر څومره هم خراب کارونه کوي، خپله اعمال نامه د ګناهونو نه ډکه کړي، د هغۀ کردار پۀ نافرمانو باندې داغداره شي، د دې باوجود هم هغۀ  پۀ عزت سره ژوند تير کړي۔۔۔ نه! نه! داسې نۀ ده بلکې څوک چې پۀ خپلو اخلاقو او کردار، پۀ نيکو اعمالو، خير خواهۍ او همدردۍ خپل ځان د عزت حقدار جوړوي، الله پاک هغۀ له عزت ورکوي او څوک چې پرله پسې پۀ نافرمانو کښې اخته وي،