Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail
اِنَّ عِدَّۃَ الشُّہُوْرِ عِنْدَ اللّٰہِ اثْنَا عَشَرَ شَہْرًا فِیْ کِتٰبِ اللّٰہِ یَوْمَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ مِنْہَاۤ اَرْبَعَۃٌ حُرُمٌ ؕ ذٰلِکَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۬ۙ فَلَا تَظْلِمُوْا فِیْہِنَّ اَنْفُسَکُمْ
(پارہ: 10، سورۀ التوبة: 36)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہٗ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د مُحَرّم الـحَرام يو څو فضائل
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نوے اِسلامي کال ډير زر شروع کيدونکےدے، يو څو ورځې پس به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د مُحَرّم الـحَرام مياشت وليدلے شي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مُحَرّم الـحَرام ډيره د برکت مياشت ده۔ پۀ روايتونو کښې دې ته شَهرُ الله يعنې د الله پاک مياشت هم وئيلے شوې ده * پۀ حديثِ پاک کښې دي: يو ځل يو کَس بارګاهِ رسالت ته حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د رمضان نه علاوه پۀ کومه يوه مياشت کښې روژې ونيسم؟ اوئې فرمائيل: که تۀ د رمضان نه پس پۀ بله يوه مياشت کښې روژې نيول غواړې نو د مُحَرَّم روژې ونيسه چې دا د الله پاک مياشت ده۔ ([1]) * پۀ يو حديثِ پاک کښې فرمائي: اَفْضَلُ الصِّیَامِ بَعْدَ رَمَضَانَ شَہْرُ اللہِ الْمُحَرَّم يعنې د رمضان نه پس د ټولو نه افضلې روژې د مُحَرَّم د مياشتې دي کومه چې د الله پاک مياشت ده۔ ([2]) * پۀ يو روايت کښې دي: د مُحَرَّم يوه روژه د 30 روژو برابر ده۔ ([3])
د يومِ عاشورې برکتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هسې خو ټوله د مُحَرَّم مياشت ډيره د برکتونو والا ده،