Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail

بلکې د الله پاک پۀ بارګاه کښې يـې ګستاخي وکړه، پۀ دې باندې هم پښيمانه نۀ شو، اُلټا يـې ضد شروع کړو، نو الله پاک حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته د خلافت تاج عطا کړو چې هغوئي يـې پۀ زمکه کښې خپل خليفه مقرر کړو او پۀ شيطان باندې لعنت وه وريدو۔

پۀ دې کښې سبق دے چې څوک د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام اولاد دے، هغوئي له پکار دي چې پۀ ګناه باندې کلک نۀ ودريږي، ضد نۀ کوي بلکې د الله پاک پۀ حُضُور کښې رښتونې توبه کوي۔ ځکه مونږ له د توبې طرف ته تلل پکار دي۔

3 کرته د بخښنې د دُعا برکت

امام اَبُو اللَّيث سمر قندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: پۀ مخکښينو اُمتونو کښې يو کَس وو، هغۀ ډير ګناهونه کړي وو، يو ځل هغۀ د خپل تير وخت پۀ باره کښې سوچ وکړو، پۀ ګناهونو باندې يـې غور او فِکر وکړو (نو هغۀ پښيمانه شو، د پيښمانۍ پۀ حالت کښې) هغۀ درې کرته ووئيل: اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ، اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ، اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ مولیٰ! ستا بخښنه۔۔ الله پاکه! ستا بخښنه، اے الله پاکه! ستا بخښنه۔ پۀ دې کښې هغۀ وفات شو او الله پاک د هغۀ ګناهونه وبخښل۔ ([1]) الله پاک دې مونږ ته هم د رښتونې توبې توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

مُحَرّم الـحَرام  څنګه تيرول پکار دي ؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مُحَرّم الـحَرام تشريف راوړي، نوے اِسلامي کال شروع کيږي، ځکه د کال شروع کيدو نه مخکښې مخکښې د رښتوني زړۀ نه توبه وکړئ! * مُحَرَّم شريف د عبادت مياشت ده، پۀ دې کښي ښه ډير عبادت وکړئ * دا د نفلي روژو نيولو مياشت ده، د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس د ټولو نه افضلې روژې د دې مياشتې دي، ځکه ښې ډيرې نفلي روژې هم ونيسئ * کم از کم د 9 او د 10 مُحَرَّم يا د 10 او د 11 مُحَرَّم روژه


 

 



[1]... تَنْبِیْهُ الْغَافِلین، باب التوبہ، صفحہ:53۔